شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهصدیقي: د حکومت اراده سولې ته ده، خو طالبانو جګړه انتخاب کړې

صدیقي: د حکومت اراده سولې ته ده، خو طالبانو جګړه انتخاب کړې

تاند، جمعه، د ثور ۲۶مه: ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، طالبان د سولې په مخه کې اصلي خنډ او د تاوتریخوالي د دوام عاملان دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن جمعه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، طالبانو په څو څو وارې د اوربند په اړه د افغانانو، نړیوالو او دولت غوښتنه ردکړه.

نوموړي ویلي، دا طالبان ديچې دترهګرو ډلو لپاره یې د فعالیت خوندي بستر برابر کړی دی او اوس دا ډله د کابل او ننګرهار د بریدونو له جنایته خپلې اوږې نه شي څنډلای: (( طالبان په مختلفو ډولونو د دا ډول بریدونو او تاوتریخوالي تر شا لاس درلودلی دی او په اسانۍ برائت نشو ورکولای.))

صدیق صدیقي وايي، افغان دولت هیڅ شاته تګ نه دی کړی بلکې د باعزته سولې د ټینګښت لپاره لا هم ژمن دی او په دې اړه یې اساسي ګامونه پورته کړي دي: (( د افغان حکومت اراده سوله ده، خو طالبانو جګړه انتخاب کړې ده، زموږ ځواکونه به د خپلو خلکو د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته کلک ودرېږي.))

داسې ښکاري چې صدیق صدیقي دا څرګندونې د طالبانو د هغې نننۍ اعلامیې په غبرګون خپرې کړې دي چې طالبانو ویلي وو د وروستیو بریدونو پلټنه دې وشي ځکه په افغان حکومت کې ځینې کړیو د طالبانو د بدنامۍ لپاره د کابل او ننګرهار بریدونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب