سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهملي امنیت ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت ۵ غړي نیولي

ملي امنیت ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت ۵ غړي نیولي

تاند، جمعه، د ثور ۲۶ مه: د سولې ولسي حرکت غړي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو یې په ننګرهار کې څو غړي نیولي دي.

د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست وایي، د دې حرکت غړیو غوښتل په جلال اباد ښار کې لاریون وکړي.

بسم الله وطندوست وایي، د ملي امنیت ځواکونو د سولې ولسي حرکت پنځه غړي نیولي دي: ((نن موږ په ننګرهار ولایت کې لاریون کاوه او د جګړې له ټولو لوریو موږ غوښتل چې جګړه او افغان وژنه ودروي.))

د سولې ولسي حرکت ویاند وویل چې تر دې مخکې دا لاریون د ننګرهار ولایت له چارواکو سره هماهنګ شوی وو خو نه پوهيږي ولې يې غړي نیول شوي دي.

د دې پيښې انګېزه تر اوسه نه ده معلومه او نه هم په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت عمومي ریاست چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ویلي.

شا او خوا دوه کاله وړاندي د سولې ولسي حرکت په افغانستان کې د جګړې د پای غوښتنه پیل کړه او له هلمند ولایته یې لاریون پیل کړ چې د هیواد بیلابیلو سیمو ته لاړ، خو طالبانو څو ځل د دغه حرکت غړي ونیول.

په همدې اوونۍ کې په غزني کې د سولې ولسي حرکت یوه غړی مولوي بهاوالدین ناپېژانده وسله والو وواژه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب