پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: وروستي بریدونه د سولې د ناکامولو لپاره وو

اروپايي ټولنه: وروستي بریدونه د سولې د ناکامولو لپاره وو

تاند، جمعه، د ثور ۲۶مه: اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې وروستي بریدونه د سولې د هڅو د مخنیوي لپاره شوي دي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا نن جمعه ماسپښین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، له قهر او غوسې سربېره لا هم باید د ټولو هدف او تمرکز پر سوله وي.

نوموړي ویلي، ترهګرې ډلې سوله نه غواړي او د میندواره میرمنو پر روغتون برید ممکن د سولې دهڅو دمخنیوی لپاره شوی وي: (( ډیر شته چې سوله نغواړي، د هغوی په دام کې باید ایسار نشو، قهر او غوسه باید کنترول کړو او سوله لاهم هدف وټاکو.))

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد وروستي بریدونه پر داعش ډلې ور اړولي اوویلي یې دي چې داعش نغواړي په افغانستان کې سوله وشي.

خو افغان حکومت بیا طالبان په وروستیو بریدونو کې ګرم بللي او طالبانو بیا نن د دغو بریدونو مسوولیت افغان حکومت کې پر ځینو کړیو ور اچولی چې په وینا یې د طالبانو بدنامي غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب