Home+د IPL بولۍ کې تر ټولو ګران بیه لوبغاړی کريس موريس

د IPL بولۍ کې تر ټولو ګران بیه لوبغاړی کريس موريس

تاند ( پنج شنبه، د دلوې ۳۰) د سويلي افريقا د توپ اچونې الراونډر کريس موريس د آى پي ايل بولۍ کې په ٧٥ لکه هندي روپیو بولۍ ته وړاندې شو.

نوموړى د راجستان رايلز لوبډلې په ١٦ کروړه او ٢٥ لکه روپۍ واخيست.

کریس موریس د آى پي ايل په تاريخ کې تر ټولو ګران بيه لوبغاړى شو چې په بولۍ کې په لوړه بيه اخیستل کېږي.

کريس موريس د سويلي افريقا لپاره ٤ ټېسټ، ٤٢ نړيوالې يو ورځنۍ او ٢٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

همدا راز نوموړي ٢١٨ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړي دي چې ٢٧٠ ويکټې يې ترلاسه کړې دي.

تېر ٢٠٢٠ کال کې نوموړى د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لپاره لوبېدلى و.

د یادونې ده چې دې بولۍ ته ۷ افغان لوبغاړي هم شارټ لېست شوي چې تر دې دمه یواځې مجیب الرحمن ځدراڼ بولۍ ته وړاندې شوی خو کومې لوبډلې وا نخیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...