جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل ښار کې چاودنو د پوهنتون د یو استاد په ګډون د...

کابل ښار کې چاودنو د پوهنتون د یو استاد په ګډون د دوه کسانو ژوند اخیستی

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۳۰ ) سرچېنې وایي، کابل ښار کې د نن ورځې په شوې چاودنه کې د کابل پوهنتون یو استاد مولوي مبشر مسلمیار په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

په ورته وخت کې ځېنې امنیتي سرچینو ویلي چې د دې چاودنې په پایله کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مبشر مسلمیار او بل استاد معروف راسخ دواړو ژوند بایللی دی.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې خاص آستازي رونالډ کوبیا هم په کابل کې د پوهنتون د استادانو وژل کېدلو پېښې ته په اشارې پر خپل ټوېټر لیکلي، که ټولې رڼاوې ووژنئ، ژوند به مو تیاره شي.

د کابل امنیه قومنداني هم تائیدوي چې د درېیمې حوزې اړوند علي اباد روغتون ته څېرمه پر یو کرولا ډوله موټر ماین چاودنې دوه تنه وژلي خو د وژل شویو کسانو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

کابل ښار کې د پنجشنبې په سهار دوه چاودنې وشوې، د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامزر رسنیو ته په استول شوي پیغام کې وايي، لومړۍ چاودنه د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند د سرای جالي په سیمه کې د پولیسو په یوه رینجر موټر شوې چې په ترڅ کې یې چاته زیان نه دی رسیدلی.

دویمه چاودنه د کابل پوهنتون او علي اباد روغتون اوړند سړک کې په یوې شخصي کرولا ډوله موټر شوې چې په ترڅ کې یې دوه کسه وژل شوي.

نوموړی وايي، دواړه چاودنې چسپکي ماینونه و.

تر اوسه د دې پېښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو حکومت د دې بریدونو مسوول طالبان بولي مګر طالبانو بیا په زغرده په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب