جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني: د کابل پوهنتون پر استاد برید بشري ضد جنایت دی

ولسمشرغني: د کابل پوهنتون پر استاد برید بشري ضد جنایت دی

تاند ( پنج شنبه، د دلوې ۳۰) افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي پر استاد مبشر مسلمیار برید وغانده.

ولسمشر  په افغانستان کې د جګړې، ترور، انفجار او انتحار د مشروعیت ننګولو په اړه د اسلامي علماوو په اجماع سربېره زیاته کړه چې تروریستانو په دې وروستیو کې تاوتریخوالی زیات کړی.

هغه وایي: « وحشي تروریستانو نن د اسلامي علومو یو تن پیاوړی استاد له خپل زده کوونکي سره  وواژه چې دغه عمل یې د دیني ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی».

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وایي چې دغه راز ولسمشر د یادې  پېښې د هراړخیزې ارزونې او د هغو د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو په موخه اړوندو ادارو ته لارښوونې هم وکړې.

د کابل پوهنتون استاد مولوي مبشر مسلمیار په یوه بمي چاودنه کې نن له خپل یوه زده کوونکي سره ووژل شو.

بل لورته افغانستان کې د اروپايي ټولنې خاص آستازي رونالډ کوبیا هم په کابل کې د پوهنتون د استادانو وژل کېدلو پېښې ته په اشارې پر خپل ټوېټر لیکلي، که ټولې رڼاوې ووژنئ، ژوند به مو تیاره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي وژنو او بمي چاودنو سخت زور اخیستی چې عام خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

1 COMMENT

  1. څه وخت وړاندي خادخیلانو د داعش سره د رابطې په تور بندي کړی و، نن یې پټاو کړ. ددې خبري د پوهاوي لپاره نو مفکر د ماغ ته ضرورت نه دی اړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب