Homeخبرونهناپېژاندو وسله والو په کونړ کې یو طالب قومندان او د هغه...

ناپېژاندو وسله والو په کونړ کې یو طالب قومندان او د هغه ۲ لوڼې وژلي

تاند ( پنج شنبه، د دلوې ۳۰) کونړ ولایت کې ناپېژاندو وسله والو یو طالب قومندان او د هغه دوه لورګانې په خپل کور کې وژلي دي.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان وايي چې دا پېښه تېره شپه د کونړ چپې درې ولسوالۍ اړوند سیدور سیمه کې رامنځته شوې ده.

دهقان زیاتوي چې په یاده پېښه کې د شاهین په نوم د طالبانو قومندان او د هغه دوه کوچنۍ لورګانې په خپل کور کې وژل شوي دي.

بل لورته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په خپل ټوېټرلیکلي چې وژل شوی کس عام وګړی دی او د وژلو پړه یې پر افغان ځواکونو اچولې.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې تر بل هر وخت جګړې زور اخیستی.

که څه هم عام افغانان او افغان حکومت له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه کوي خو طالبانو بیا په وار وار دا غوښتنه رد کړې ده.

1 COMMENT

  1. وړې لڼونی یی ځکه وژلی چی هغوی قاتل پیژنده ځکه نو قاتل هغوی هم شهیدانی کړی. دا یوه شخصی معضله ده نه سیاسی که یی د طالب قوماندان وژلی وی او که عام وګړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...