جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: زابل کې ۳۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت: زابل کې ۳۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند(پنج شنبه، د دلوې ۳۰) ملي دفاع وزارت ویلي، امنیتي ځواکونو د زابل ولایت میزان او ارغنداب ولسوالیو کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲۸ وسله وال طالبان ووژل.

له ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د زابل ولایت د ارغنداب او میزان ولسوالیو اړوندو سېمو کې طالبان په نښه کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، ددغو بریدونو په پایله کې، ۲۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي، او پنځه نور ټپیان شوې دي.

د خبرپاڼې په وینا، دغه بریدونو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړه شدیده شوې او د هدفي وژنو ترڅنګ په ولایتونو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي چې دواړه لوري یو بل ته د زیاتې مرګ‌ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب