جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر: يوه وړه ډله چې په فساد تورنه ده بايد اجازه ورنه...

ولسمشر: يوه وړه ډله چې په فساد تورنه ده بايد اجازه ورنه کړو د ملت راتلونکی تباه کړي

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۳۰)  افغان ولسمشر اشرف غني وایي، یو اقلیت چې په فساد کې ښکېل دی، باید اجازه ورنه کړل شي چې د یو ملت راتلونکی تباه کړي.

ولسمشر غني نن د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب په مناسبت په جوړ شوي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې د جینوا د کنفرانس ستره غوښتنه د فساد ختمول و، خو حکومت په دې برخه کې خپلې ژمنې لري او ملاتړ او دفاع یې کوي.

د ولسمشر په وینا یو کوچنی مفسد اقلیت په حکومت کې موجود دی چې دوی یې پر وړاندې د فساد ضد ادارې قوي کړي او ددوی په خاطر باید پر ټول حکومت د فساد تور پورې نه شي.

نوموړی داسې مهال د فساد ضد څرګندونې کوي چې افغان حکومت په وروستیو کې د نړیوالو او ملي بنسټونو له لوري په فساد تورن شوی دی او له ولسمشر یې غوښتي چې ژر تر ژره د فساد د ختمولو لپاره عملي او کوټلي ګامونه اوچت کړي.

ولسمشر د ښې حکومتوالۍ برخه د ډیجټلي افغانستان طرحه هم یاده کړه چې په جوړېدو سره به یې د اداري او مالي تشکیلاتو بڼه بشپړه بدلون وکړي

هغه دغه راز وروستي تاوتریخوالي ته په اشاره ټینګار وکړ چې تاوتریخوالی او جګړې د حل لار نه ده او افغان حکومت د یوې دایمي او رښتینې سولې ملاتړی دی چې په دې برخه کې هڅه کوي.

د هغه په خبره جګړه هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي او نړۍ ته هم دا ثابته شوې چې د افغانانو قربانۍ په حقه دي او د افغان ملت تر څنګ ولاړ دي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغان سولې لپاره باید سیمه ییزه اجماع لا پیاوړي شي او نړیوال دې له دې پروسې سره همکاري وکړي.

1 COMMENT

  1. د ۲۰۰۱ کال له خلیلزاد بنسټه ایښودو راپدی خوا تر اوسه دا لویه حلقه پر فساد ، قاچاق او غلا ګانو لګیا دی او مړښت ئي نشته ! که دی غلو او چورکوونکیو دا ډالرونه او ایرو د افغان ملت لپاره نیمائي هم مصرف کړی وای نو افغان ملت به اوس د غربت سره هیڅکله نه وای مخامخ او همدارنګه به په مختلفو برخو کښي د افغانستان پرمخ تګ به هم روښانه لیده کیده ، مداری کرزی خپلی حلقی ته واضح ویل چی ډالرونه غلا کوۍ اما له افغانستان څخه ئي خارج ته مه انتقالوۍ او د مداری کرزی څخه وروسته بل معاملګر او د غلو انډیوال دوکتور اشرف غنی په ارګ داخل کړۍ شو د نوموړی څخه افغان ملت غیر له دده چیغو او درواغو وعدو څخه بل کوم مثبت کار ندی لیدلۍ او دده شاوخواته دا ټول د چور شغلان ګرم لګیا دی چی څه ډول دراتلونکیو غلامانو حلقه ( طالبان ) کښي د ځانو تضمین تر لاسه کړۍ شی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب