Homeخبرونهلغمان کې۵۰۰ بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته پيل شوه

لغمان کې۵۰۰ بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته پيل شوه

تاند ( پنج شنبه، د دلوې ۳۰) لغمان ولایت کې  پر۵۰۰  داخلي بې ځایه شويو کورنيو د نغدي مرستې وېش پيل شو

مسوولان وایي دا مرستې د کډوالو او بېرته راستنېدوونکو چارو وزرات له لوري د ۵۰۰ کورنيو سره ترسره کېږي.

د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدوونکو چارو رئيس شاکرالله شاکر وایي په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

په ورته مهال د لغمان مرستیاله برېښنا ساپۍ د مننې ترڅنګ له یاد وزارت نه غوښتنه وکړه چې دې ته ورته نورې مرستې دې هم د داخلي بې ځایه شويو او بې وزله کورنيو سره ترسره کړي.

بل لورته مرسته شوې کورنۍ هم خوښې دي چې اړین وخت کې یې لاسنیوی وشو.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په کور دننه جګړې د هېواد په ټولو ولایتون کې عام خلک زیانمن کړي دي.

ډېری یې له خپلو مېنو بې ځایه کړي چې اوسمهال لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...