جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+افغانستان د زمبابوې خلاف ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه

افغانستان د زمبابوې خلاف ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه

تاند ( پنج شنبه، د دلوې ۳۰) د افغانستان کرکټ بورډ نن پنج شنبه د زمبابوې پر وړاندې د دوه ټېسټ لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه.

د زمبابوې پر وړاندې په اعلان شوې لوبډله کې « اصغر افغان لوبډلمشر،  ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، جاوېد احمدي، حشمت الله شهیدي، افسرځاځی، ناصرجمال،عبدالمالک ، منیراحمد کاکړ،شاهدالله کمال، بهیرشاه محبوب،راشدخان، حمزه هوتک، فضل الحق، سیداحمدشېرزاد، سلیم صافی، وفادار مومند،ضياءالرحمن اکبر او یمین احمدزی شامل دي».

دغه راز په ریزرف یا احتیاطي لوبغاړو کې بیا ظاهرخان پکتین او عبدالواسع نوري شامل دي.

ټاکل شوې چې افغانستان او زمبابوې ترمنځ یادې لوبې په راتلونکې مارچ مياشت کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربتوب ترسره شي.

زمبابوې لوبډلې وړمه ورځ د افغانستان پر وړاندې لوبو ته لوبډله اعلان کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب