جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د ادب کور ناسته| حکمت الله همدرد

د ادب کور ناسته| حکمت الله همدرد

تېره پنجشنبه ادب کور د پښتو ژبې او ادب د لويو هستيو د کوربتوب وياړ درلود!

په ادب کور کې تېره اونۍ د ستر ژبپوه پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار او پوهاند دوکتور لعل پاچاه ازمون په ګډون، د افغانستان د علومو اکاډمي غړو، د افغانستان د مختلفو پوهنتونونو استادانو، د ماسترۍ او لېسانس دورې زده کړيالانو او ګڼو نورو د پښتو ژبې او ادب مينه والو ګډون درلود.

دلته دا ځل د ستر ژبپوهاند دوکتور مجاور احمد زيار له لوري د (ژبې اطلس) تر عنوان لاندې موضوع باندې بحث وشو، له موضوغ وړاندې پوهنمل سيد اصغر هاشمي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او پوهاند صاحب زيار ته يې د موضوع د وړاندې کولو بلنه ورکړه.

پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار خپل بحث له ژبې څخه پيل کړ، ژبه، د ژبې تاريخچه، د ژبې تحول، د ژبې ويوونکي، پښتو ژبه، د پښتو ژبې تاريخچه، د پښتو ژبې ويوونکي، د پښتو ژبې لهجې، د لهجو د بېلښت ټکې، د ژبې اطلس، د اطلس ارزښت، اطلس په نورو علومو کې، د ژبې د اطلس پيل او ځېنې نورو موضوعات په باب په تفصيلي ډول خبرې وکړې، په هره برخه کې يې ګڼ مثالونه ورکړل او خپل بحث يې پاى ته ورسوه.

د بحث له پاى ته رسېدو وروسته وخت د ګډونوالو پوښتنو ته ورسېده او د بحث ډېرى ګډونوالو له پوهاند صاحب څخه د ژبې اړوند په هره برخه کې پوښتنې وکړې او پوهاند صاحب د مثالونو په وړاندې کولو سره ځواب کړې.

په همدې سره د تېرې اونۍ ګټه ور او خورا با ارزښته بحث پاى ته ورسېده.

له پوهاند صاحب دوکتور مجاور احمد زيار څخه نړۍ مننه چې راغى او له ادب کور څخه يې خپل بحث او خبرې له ګډونوالو سره شريکې کړې؛ له ټولو درنو استادانو، زده کړيالانو او ګډونوالو څخه هم مننه چې راغلل او په بحث کې راسره برخه واخيسته.

د بحثونو دا لړۍ به ان شاءالله همداسې دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب