شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغانستان په نړۍ کې د مېرمنو لپاره خطرناک هېواد بلل شوی

افغانستان په نړۍ کې د مېرمنو لپاره خطرناک هېواد بلل شوی

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۳۰ ) د افغانستان د بیارغونې برخه کې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار ویلي چې په افغانستان کې لا هم مېرمنې د تاوتریخوالو سره مخ دي او افغانستان یې د مېرمنو لپاره یو خطرناک هېواد یاد کړی دی.

دغې ادارې په خپل یو تازه راپور کې ویلي، امریکا په تېرو ۱۹ کلونو کې د ښځو ملاتړ لپاره ۷۸۷.۴ میلیون ډالر لګولي، خو جګړه لا هم د افغان مېرمنو د پرمختګ پر وړاندې یو تر ټولو لوی خنډ دی.

راپور وایي، که څه هم افغان مېرمنو په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی، خو ټولنیزو، کلتوري او امنیتي ستونزو د دوی د لا ډېر پرمختګ مخنیوی کړی.

یادې ادارې د جنسیتي برابري برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په تازه راپور کې ویلي، چې د راتلونکي حکومت په سیوري کې چې ښايي طالبان په‌کې نفوذ ولري، د افغان ښځو ژوند دې پورې تړلی چې طالبان څومره له حکومت، ځايي ټولنو او په خپلو لیکو کې د لیدلوري اختلافات حلولی شي.

د دې ادارې موندنې ښيي، افغانستان کې مېرمنې لا هم په عمل کې په عدلي سیسټمونو کې کافي ملاتړ نه‌لري چې د ښځو لپاره لویه ستونزه ده.

راپور زیاتوي، که څه هم افغان مېرمنې په ملي او محلي کچه مشرتابه ته رسیدلي، خو نا امني، د سولې نامالومه پایله چې ښایي د ښځو ترلاسه شوي حقونه ترې واخلي او ناسم اقتصادي وضعیت د دوی پروړاندې درې سترې ننګونې بلل کیږي.

د سیګار په راپور کې دغه راز د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو له قوله ویل شوي، له دې ټولو پرمختګونو سره سره بیا هم افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره د خطرناکو هېوادونو په ډله کې راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب