شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا له ناټو پرته په یوازې ځان ټول مسوولیتونه نه‌شي تر‌سره...

امریکا له ناټو پرته په یوازې ځان ټول مسوولیتونه نه‌شي تر‌سره کولای

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۲۹)  د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټين وایي، امریکا له ناټو پرته ټول مسوولیتونه په یواځې ځان نه‌شي ترسره کولای، نو ځکه خو چمتو ده چې له خپلو همکارانو سره یو ځای د ګټو او ارزښتونو ترلاسه کولو لپاره کار وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین پر خپل ټویټر  لیکلي، د ناټو دفاع وزیرانو غونډه کې د امریکا پیغام ښکاره دی، موږ باید په ګډه سلا وکړو، په ګډه پرېکړې وکړو او په ګډه عمل وکړو.

نوموړي ویلي، د امنیت ټینګښت یو ګډ مسوولیت دی، په دې موخه د یو ځواک رامنځته کېدل زموږ د شریکانو او همکارانو پورې تړاو لري او موږ باید په دې برخه کې د سختو او لازمو خبرو تر سره کېدو څخه ډار ونه‌لرو.

په ورته وخت کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ښاغلي اسټين له قوله لیکلي، امریکا غواړي، اوس مهال په ټولو هغو هېوادونو کې چې هلته ښکېل ده له ډیپلماسۍ کار واخلي او په افغانستان کې د یو سیاسي حل لپاره کار وکړي، تر څو یاد هېواد بېرته د ترهګرو په امن ځای بدل نه‌شي.

ټاکل شوې چې نن د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ناټو دفاع وزیران افغانستان کې د خپل حضور په اړه پرېکړه وکړي.

له دې وړاندې د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، طالبان باید هوکړې ته د ژمنتیا لپاره ډېر څه ترسره کړي، له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړي او تاوتریخوالی بند کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ ویلي، په افغانستان کې د ناټو حضور شرایطو پر بنسټ دی او له سم وخت وړاندې به له افغانستان څخه ونه وځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب