شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+مستقیم خرڅلاو یا شبکه‌‌‌یي بازار موندنه څه ته وایي؟

مستقیم خرڅلاو یا شبکه‌‌‌یي بازار موندنه څه ته وایي؟

سبــاوون خان آریوبي

 په نني بازار کې موږ له مستقیم خرڅلاو سره ډېر مخ کېږو دا څه دي؟ ځينې یې نیټورک مارکېټنېګ بولي ځینې یې مستقیم خرڅلاو او ځينې ورته مولټي لېول مارکېټېنګ هم وایي. غواړم پر دې وغږېږم چې د  مستقیم خرڅلاو اصل څه دی او څنګه کولی شوو تعریف یې کړو؟ مستقیم خرڅلاو د محصولاتو یا خدماتو رسولو لپاره نوې لاره ده چې محصول په مستقیمه توګه له تولیدکوونکي تر پېرودونکي رسول کېږي او معمولا واسطې پکې کمېږي.

موږ د توکو وېشلو لپاره معمولا دوې لارې لرو:

  1. لومړی مخکېنۍ یا صنعتي لاره.
  2. دویم مستقیم خرڅلاو.

په صنعتي عصر کې به تولید کوونکي دا هڅه کوله چې تر پېرودونکي  خپل توکي یا تولید ورسوي، په دې کې طریقه کې ډېرې واسطې موجودې وې چې د دوی په مرسته به پېرودونکي ­­ته توکي رسول کېدل. د بېلګې په توګه: فرض کړئ تولیدوونکي به یو توکی په 100 ډالر تولیداوه او له هغې ورسته به یې نړیوال سوداګر ته په یو څه لوړه بیه ښايي 150 ډالر ورکاوه له هغې وروسته به نړیوال سوداګر پر ملي سودا ګر پر 200 ډالر پلوره او عمده فروش ته به یې پر 250 ډالر ورکاوه او تر پرچون فروش پورې به د توکي بیه 300 ډالره شوه او پرچون فروش به همدا تولید یا توکی پر پېرودونکي آن 400 یا له هغه په لوړه بیه په پلوره.

خو مستقیم خرڅلاو منځته راغی. لومړی دلیل یې دا و چې فرض کړئ د یو توکي بیه به 100 ډالره وه او تر پېرودونکي به آن تر 500 ډالرو رسېده. حال دا چې تولیدوونکي به یوازې 50 ډالر پکې ګټه کوله. پر دغه کار هم تولیدوونکی نا خوښ و هم پېردونکی، پېرودونکی به دې ته اندېښمن و چې زه څنګه دا توکی په ټیټه بیه واخلم او تولیدوونکي به ډېرې ګټې نه کولو ته اندېښمن و. جالبه دا ده چې په‌دې پروسه کې مهم افراد دوه تنه وو: تولیدوونکی او پېردونکی دا نورو واسطو به یوازې بازار موندنه کوله تبلیغ به یې کاوه او پېرودونکي ته د توکي رسولو وسیله وو، جالبه یې لا دا چې له تولیدوونکي به د دوی ګټه ډېره وه.

بل دلیل یې دا و چې مستقیم خرڅلاو را منځته شي، د یادو واسطو مخته وړونکي ځانګړي خلک وو یعنې هر عادي کس لکه محصل یا یوه زده‌کوونکي او دې ته ورته خلکو دا توان نه درلود چې دوی دې ځانګړي توکي واخلي او ګدام یې کړي او وروسته یې و پلوري او عاید ترې وکړي. تولیدوونکو له بېلابېلو لارو دا هڅه وکړه چې دا واسطې کمې کړي لکه د انټرنېټ طریقې له دوی سره دا مرسته وکړه، یعنې کله چې انټرنېت جوړ شو انټرنېتي شبکې جوړې شوې ځینې یې مستقیم خرڅلاو یا آنلاین سټور یا فروشګاه نوموي چې داسې نده آنلاین خرڅلاو په امریکا کې په ۱۹۸۹ کې چې کله  www یا وېب‌پاڼه یا وېب‌سایت جوړ شو همدغو شرکتونو دا هڅه وکړه چې له وېب‌پاڼې خپل توکي و پلوري. په لومړیو کې یې بازار ښه ګرم کړی و او ښه ګټه یې هم وکړه خو بیا انټرنیټي غله پیدا شول او جعلي وېب‌پاڼې یې جوړې کړې او د انټرنېت بازار یې خراب کړ، په ځانګړې توګه په امریکا کې.

 د خلکو باور یې د انټرنیت په اړه خراب کړ ځکه دوی نه پوهېدل چې کوم وېب‌سایت موږ ته سم خدمات وړاندې کوي او کوم ناسم؟ د خلکو بې باوري آن تر دې ځایه را ورسېده چې دوی به دا فکر کاوه چې په عکس کې کوم توکي مالومېږي دا به ریښتیا وي او کنه؟ یوازې پرته له څو شرکتونو چې د خلکو باور یې ترلاسه کړی و و او ځان یې برنډ کړی و.

تر یوې مودې وروسته تولیدوونکي په دې نظر شول چې انسانان له پیداېښت یو کار په وړیا توګه کوي هغه کار دا دی: کله چې تاسو یوه رسټورانټ ته ځئ او د هغه خواړه تاسو ته خوند درکوي ژر یې له خپلو دوستانو سره شریکوئ او بازار موندنه یا تبلیغ ورته کوئ. که  تاسو جېم ته ځئ او هغه جېم ستاسو لپاره په زړه پورې وي حتما یې خپلو دوستانو ته هم وایئ جالبه خو یې لا دا ده چې هغه چاته چې تاسو د رسټوراڼت لپاره یا د جیم لپاره موږ ورته بازار موندنه کړې هغه تاسو ته هېڅ عاید یا ګټه نه درکوي یوازې فري بازار موندنه مو وکړه سربېره پر دې چې تاسو له ځواکمنې لارې څخه چې هغه شفاهي تبلیغات دي تاسو کار واخیست او نسبت پر رسنیو بیل بورډونو او بروشور یې اغېز ډېر و. تولیدوونکو دا پرېکړه وکړه چې دوی به خپل توکي یا د بازار په بیه او یا له بازار څخه په ټېټه بیه تر پېرود­­­ونکو رسوي. دا چې توکي د مستقیم خرڅلاو د شرکتونو له لوري تولیدېږي او تر پېرودونکو رسېږي یعنې دا چې د کیفیت له پلوه هېڅ ستونره نه‌لري او پر کیفیت یې ډېر کار شوی وي.

هېره دې نه وي چې د مستقیم خرڅلاو شرکت هر ډول توکي نه تولیدوي، نه پيداکېدونکي با کیفیته او د بازار په بیه یا د بازار له بیې کم خو د بازار له نرخ باید لوړ نه وي که وي هغه ته مستقیم خرڅلاو نشو ویلی. او همدارنګه توکي یې هغه توکي دي چې بازار کې د کارولو وړ دي. دوی ویل چې موږ دا توکي پېرودونکو ته وړاندې کوو، تر څنګ یې یوه هیله هم ترې کوو. معمولا دوی دا پېردونکو ته وایي: تاسو چې دا توکي واخیستل او له کیفیت یې راضي شوئ کومه اندېښنه مو د توکي او یا د کیفیت په اړه یې نلرله نو تاسو کولی شئ د همدغو توکو په اړه مو د کورنۍ غړو، ملګرو، کلیوالو، همکارانو او هغه چاته چې ستاسو په شاوخوا کې دي په شفاهي توګه تبلیغ وکړئ. کله چې هغوی توکي واخیستل د هغې له لارې تاسو ته د شرکت لخوا عاید یا کمېشن درکول کېږي. دا کمېشن ولې تاسو ته درکول کېږي؟ ستاسو کار چې  اوس بازار مونوندنه ده دا کار به په صنعتي عصر کې رسنیو، بیل بورډونو، او بروشرونو کاوه او ډېرې پیسې به پرې لګېدې چې دا اوس ستاسو کار دی او تاسو ته ګټه در کول کېږي. دا ګټه به په صنعتي عصر کې څلور پنځه برخې کېده چې همغه ګټه اوس دوه ځایه کېږي ډېره ګټه فعال پېردونکي ته چې توکي نورو ته وړاندیز کوي ور کول کېږي.

 څوک کولی شي چې د واسطو ځای ونیسي؟ د مستقیم خرڅلاو د سیسټم ګټه دا ده چې د واسطو پر ځای اوس یو محصل، د کور مېرمن حتا هغه څوک چې یوه افغانۍ هم نلري کولی شي د واسطو ځای ونیسي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب