جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهارګ: افغانستان د ناټو دایمي مرستو ته اړتیا لري

ارګ: افغانستان د ناټو دایمي مرستو ته اړتیا لري

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۲۹) ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، افغانستان د ناټو دوامداره مرستو ته اړتیا لري خو طالبانو بیا له امریکا غوښتنه کړې « تاسې ووځئ موږ افغانان په خپلو کې سره جوړېږو»

ټاکل شوې نن چهارشنبه د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو ترمنځ غونډه ترسره شي چې افغانستان به د اجنډا له مهمو بحثونو وي، ویل کېږي تر ډېره به دلته بحث د ناټو د سرتېرو په پاتې کېدو یا وتلو وي.

خو د ناټو سرمنشي په بار بار ویلي، چې طالبانو په هوکړه عمل نه دی کړی او دوی ته په کار ده چې ترڅو شرایط نه وي سم شوي افغانستان کې پاتې شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د ناټو غړي هېوادونه او افغانستان لا هم له ګډ دښمن سره په جګړه بوخت دي چې پر وړاندې یې له یو بل سره همکاري او مبارزه په کار ده.

نوموړي ویلي، افغان حکومت ته تر هغه پورې د ناټو مرستې مهمې دي ترڅو چې افغانستان په خپلو پښو درېږي.

په ورته وخت کې بیا طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د امریکا ولس ته یو پرانیستی لیک لیکلی او له امریکا یې غوښتې چې د دوې پر تړون عمل وکړي.

ملا برادر ویلي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې کېدل د یوه لورې په ګټه هم نه دي.

برادر زیاته کړې، د امریکا د تاریخ ترټولو لویه جګړه له طالبانو سره د دوحې په تړون عمل کولو سره ختمېږي.

نوموړي په دې لیک کې ویلي، امریکا او نړیوالو ته ډاډ ورکوي چې ښځو ته به د اسلام په رڼا کې حق ورکول کېږي او د هیڅ چا حق به نه خوړل کېږي.

طالبان په داسې حال کې د امریکا خلکو ته پرانیستی لیک لېږي چې نوي حکومت یې له دوی سره په شوې هوکړه د بیا کتنې خبره کړې ده.

1 COMMENT

  1. افغانستان زمونږ د مځکې د کرې یوه برخه ده او د دې ګډ کلي یو کور دی . مونږ له مځکې لرې په کومه وړه سپوږمۍ کې نه اوسېږو . افغانستان د نړیوالو هرډول سیاسي ، نظامي ، اقتصادي ، علمي او نورو مرستو اوتجربو ته اړتیالري .
    ملا برادرز فکر کوي چې که خارجي قوا له افغانستان نه ووځي ، مونږ به یوځل بیا د افغانستان خلک د 1995-2001 کلونو په شان په خپل سرکس کې وروزو . هره ورځ به وهل کیږي ، د ږیرو او نورو وېښتانو معاینه کول ، د پطلون او سرتور سر ممانعت ، ښځې په کور کې بندیانول او له هغو نه انتقام اخیستل چې له دوی سره جنګېدلي دي ، به یو عادي او د دوی پر فکر یو اسلامي کار وي .
    د افغانستان خلک اوس تر هر وخت زیات په خپلو ګټو ښه پوهیږي ، پنجاب او نور مغرض ګاونډیان به د پخوا په شان خپل فرمایشونه د طالبانو په لباس کې عملی نکړي . طالبان باید ځانونه له زماني او د وخت له غوښتنو سره سم عیار کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب