جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنیوزیلنډ له افغانستانه خپل وروستي شپږ سرتېري وباسي

نیوزیلنډ له افغانستانه خپل وروستي شپږ سرتېري وباسي

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۲۹) د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې، جاسیندا آردرن ویلي چې، مې میاشت  کې به له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي.

دغه هیواد  اوسمهال په افغانستان کې شپږ سرتېري لري چې له ډلې یې درې د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي او درې نور یې بیا د ناټو په عمومي مرکز کې دنده ترسره کوي.

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې زیاته کړې چې په تېرو شلو کلونو کې یې سرتېرو د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی او اوس ددې وخت دی چې خپل سرتېر له دغه هېواد وباسي.

د نوموړې په وینا په افغانستان کې د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده او د سیاسي جوړجاړي لپاره هم خبرې روانې دي نو د دوی د سرتېرو حضور ته اړتیا نشته .

نیوزیلنډ له ۲۰۰۱ز کال راهیسې په افغانستان کې تر ۳۶۰۰ پورې سرتېري لرل چې په بېلابېلو برخو کې یې ماموریت ترسره کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب