جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان غواړي افغانستان سره هوايي اړیکې پیاوړې کړي

پاکستان غواړي افغانستان سره هوايي اړیکې پیاوړې کړي

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۲۹) پاکستان غواړي چې له افغانستان کې هوایي اړیکې لا زیاتې او پياوړې کړي.

پاکستاني لوري د افغانستان له هوايي چلند چارواکو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دې هوايي پروازونه زیات شي.

د (پي ای اې) شرکت مشر ارشاد ملک د افغانستان هوايي چلند چارواکو سره د لیدنې پر مهال غوښتي چې کندهار او مزار شریف ښارونو ته د پې ای اې شرکت هوايي الوتنو او د (توکو) لېږد کې زیاتوالی راشي.

پاکستان داسې مهال د هوایي اړیکو د پياوړتیا غوښتنه کوي چې یاد  هېواد وخت ناوخته د سیاسي ناندریو پرمهال له سوداګریز  فشار نه کار اخلي او لارې تړي.

افغان سوداګر وایي ډېر کله پاکستان ورته د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې ستونزې جوړوي او له همدې امله دوی ته هم مالي زیانونه اوړي.

دوی هیله لري چې،پاکستان دې له سوداګرۍ نه د سیاسي فشار په توګه کار نه اخلي او نه دې هم دواړه لوریو سوداګرو ته زیان اړوي.

بل لورته د افغانستان د هوايي چلند چارواکو تر اوسه د پاکستان د دې غوښتنې په غبرګون کې واضح څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. پاکستان یو نا مطمئن شریک او سیال دی، هغه په خپلو ژمنو هېڅکله عمل نه کوي .
    یواځې د کابل او اسلام آباد یا راولپنډۍ ترمنځ د دواړو هېوادونو د پروازونو تفاهم د اوس لپاره کفایت کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب