جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ناټو دفاع وزیران ښایي د سرتېرو پر پاتې کېدو پرېکړه وکړي

د ناټو دفاع وزیران ښایي د سرتېرو پر پاتې کېدو پرېکړه وکړي

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۲۹) ډیجیټل ژورنال د نظامي او امنیتي تحلیل ګرو له خولې په یوه مقاله کې لیکلي چې، په افغانستان کې وضعیت هسې نه دی روان لکه ناټو او امریکا یې چې تمه لرله.

ډیجیټل ژورنال په مقاله کې لیکي : «ټاکل شوې وه چې طالبان او افغان حکومت په خپلو کې مذاکرات مخ ته یوسي، تاوتریخوالی کم شي، د بهرنیو سرتېرو وتلو ته زمینه برابره شي او افغانستان له دایمي ثبات برخمن شي، نو له همدې امله ښایي ناټو ځواکونه په افغانستان کې حضور پيدا کړي، ځکه طالبانو یې پر ژمنو عمل نه دی کړی او په افغانستان کې جګړه لا هم روانه ده».

په ورته مهال ټاکل شوې چې نن د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ناټو دفاع وزیران افغانستان کې د خپل حضور په اړه پرېکړه وکړي.

د امریکا دفاع وزیر، لوېد آسټین په خپل ټویټر لیکلي: «د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه کې د امریکا پیغام ښکاره دی، موږ باید په ګډه سلا وکړو، په ګډه پرېکړې وکړو او په ګډه عمل وکړو».

تر دې وړاندې هم ناټو ویلي وو چې تر هغو افغانستان کې وضعیت سم نه شي خپل ځواکونه نه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب