Home+فېسبوک کمپنۍ لاسي ځيرک ساعت نندارې ته وړاندې کوي

فېسبوک کمپنۍ لاسي ځيرک ساعت نندارې ته وړاندې کوي

تاند – فېسبوک کمپنۍ اعلان کړی چې ډېر به لاسي ځيرک ساعت نندارې ته وړاندې کړي.

د راپورونو له مخې، تمه کېږي چې دغه لاسي ساعت به را روان کال نندارې ته وړاندې شي.

د فېسبوک دغه لاسي ځيرک ساعت لومړۍ نسخه به د خلاصې سرچینې (Android) عملیاتي سیسټم او جوړ شوی سیلولر اتصال څخه برخمنه وي.

د فېسبوک ځیرک ساعت به د نورو ځیرکو ساعتونو په څېر د وجود جوړولو او ​​روغتیا پورې اړوندې بڼې ولري او د مسېنجر او وټس آپ په څېر به د پیغامونو د لېږلو وړتیا ولري.

تر اوسه د دغه لاسي ساعت په هکله چې کله به بازار ته وړاندې شي ډېر معلومات نه دي ورکول شوي او نه هم وړاندوینه شوې، چې دا ساعت به ګرم بازار ولري او که نه.

فېسبوک یوه معتبره او مشهوره کمپنۍ او د خواله رسنیو له ډلې یوه رسنۍ ده چې نژدې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې یې خلک کاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...