شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د عامر خان زوی جنید خان هم فلمونو ته راځي

د عامر خان زوی جنید خان هم فلمونو ته راځي

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۲۸) د هندي سینما یا باليووډ مشهور ستوري عام خان ویلي چې، جنید خان له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د ادتیه چوپړا تر نظارت لاندې د ( مهاراجه) فلم لپاره تمرین کاوه.

هغه ویلي نن د دغه فلم د ثبت لومړۍ ورځ ده او د سدهارات ملهوترا په لارښوونه جوړيږي.

له دې وړاندې عامر خان په یوه مرکه کې ويلي وو چې زوی یې جنید خان د یو ښه سکرپټ یا طرحې په انتظار دی.

عامرخان ویلي وو:« زما په ژوند چې کله فلم جوړيږي، باوري یم  زما رول به په کې  په بهترینه طریقه وړاندې کړي ».

د یاد فلم په اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی چې موضوع یې څه ده او څه وخت به نندارې ته وړاندې شي.

عامرخان د بالیووډ له مشهورو ستونزو څخه شمېرل کېږي او د نوموړي فلمونه د نړۍ په هره برخه کې مینه وال لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب