شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد طالبانو لیک ته د افغان حکومت غبرګون

د طالبانو لیک ته د افغان حکومت غبرګون

تاند(سه شنبه، د دلوې ۲۸) افغان حکومت وایي چې طالبان باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د پرانیستي لیک پر ځای د سولې بین الافغاني خبرو ته راوګرځي.

د ولسمشر پخواني ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر د طالبانو لیک ته په اشارې ویلي، هغوی چې امریکایانو ته لیک لېږي باید د تاوتریخوالي کمولو تر څنګ پر خپلو ټولو ژمنو عمل وکړي.

صدیقي زیاته کړې، طالبان دې د افغانستان له ورانولو لاس واخلي او بېرته دې مذاکراتو ته راوګرځي.

صدیق صدیقي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبانو امریکایي ولس ته د یو پرانیستي لیک په ترڅ کې ویلي، دا د هر ولس هیله ده چې د خپلو اصولو او ارزښتونو له مخې، د هر ډول ګواښ، یرغل او ویرې پرته ژوند وکړي.

په لیک کې وړاندې راغلي، چې تېر نولس کلن جریان ثابته کړه چې د افغانستان موضوع د زور او ځواک د استعمال، او پوځي ستراتيژیو او جنرالانو د بدلون په وسیله نه حل کېږي.

طالبانو زیاته کړې، دې جګړې نه یوازې افغانان له بحران سره مخ کړي بلکې امریکا ته یې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

طالبانو ادعا کړې ده چې دوی مذاکرات د ټولو اصولو مطابق مخته وړي دي او غوښتنه یې دا ده چې امریکایي او ټول بهرني سرتېري باید له افغانستان څخه ووځي.

طالبانو دغه راز ډاډ څرګند کړی دی چې افغانان په خپل منځ کې دایمي سولې او امنیت ته د بین الافغاني تفاهم له لارې رسېدلی شي.

د یادونې ده چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې پیل شوې خبرې له څه مودې راهیسي درېدلې دي او راپورونه وایي چې لږ تر لږه د تماس ډلو تر منځ هم ناستې نه دي ترسره شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب