شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه پلازمېنه کابل کې ښاري بسونه بیا فعالېږي

په پلازمېنه کابل کې ښاري بسونه بیا فعالېږي

تاند (سه شنبه د دلوې ۲۸) کابل ښاروالۍ وايي، په نژدې راتلونکې کې به په دغه ښار کې عامه ښاري بسونه فعال شي.

د کابل ښاروالۍ د مطبوعاتو مشر نعمت الله بارکزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د دغو بسونو ازمایښتي لړۍ به د احمدشاه بابا مینې ته غځېدلې سړک په اوږدو کې فعاله کیږي او له هغه وروسته به د کابل ښار په ۱۲ لارو ۲۶۰ بسونه کار پیل کړي چې د ټول ښار ټرانسپورټي چارې به پرمخ بوزي.

په کابل ښار کې اوسمهال د بسونو سروېس په ټپه ولاړ دی. یوازې کوچنۍ ټیکسي او ورته شخصي موټرونه د لېږد رالېږد چارې پر مخ وړي چې په ښار کې یې سخته ګڼه ګوڼه جوړه کړې.

کابل ښاریان ډېر کله شکایونه کوي چې د ډېر بیروبار له وجې په وخت خپلو دندو ته نه شي رسېدلی.

دوی وايي، که چېرته د بسونو خدمات پیل شي، تر ډېره به ګڼه ګوڼه راکمه شي او هغه ستونزې چې دوی یې ورسره لاس او ګرېوان کړي حل شي.

درې کاله مخکې د افغانستان حکومت ویلي و چې د یوه کال په موده کې به د کابل برکي سیمه د سرای شمالي سیمې سره د مټرو بس له لارې ونښلوي، خو دغه خبره تر اوسه نه ده عملي شوې.

کلونه وړاندې کابل ښار د برېښنايي بسونو منظم سیستم درلوده، خو د نویمې لسیزې کورنیو جګړو یې دغه ستره شتمني دړې وړې کړه.

له هغه وروسته افغانستان ته د امریکا او ناټو راتګ سره په تېرو دوو لسیزو کې یو شمېر هېوادونو په سلګونه بسونه مرسته وکړه، خو د ښه مدیریت د نشتون له کبله یې خدمات په ټپه ودرېده.

1 COMMENT

  1. احمدشاه بابا مینه د کابل په سطحه د اوس لپاره ډیر ښه ښاری تراتسپورت د خصوصی سکتور په حساب سره چه مارسیډیز واړه بسونه دی لری ، خدای لپاره دا مه خرابوی ، هیله ده دغه دولتی ترانسورت مو د کابل په کومه بله سیمه کی و ازمایی او فعاله کړی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب