پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+انسټاګرام خپل کاریال ته نوې بڼه اضافه کوي‎

انسټاګرام خپل کاریال ته نوې بڼه اضافه کوي‎

تاند — د انسټاګرام کمپنۍ اعلان کړی چې دوی به په راتلونکو څو اونیو کې له یو څخه ډېرو کسانو ته د ژوندۍ بڼې ستراتېژي وړاندې کړي.

ددغه شرکت د بنسټګر اډم مسوري په خبره، ډېر ژر به د څلورو کسانو (یو کوربه او درې مېلمنو) ترمنځ ژوندۍ بڼې جریان وړاندې کړي چې دا به په بشپړ ډول د وېډیو اسانتیا وي.

نوموړي زیاته کړې، دا د انسټاګرام نوی اړخ دی، مګر دومره نوی هم نه دی.

د انسټاګرام شرکت د معلوماتو له مخې، ډېرو هندیانو ترې غوښتي و چې ورته بڼه په انسټاګرام اپليکېشن کې اضافه کړي چې له بيا بيا غوښتنو وروسته انسټاګرام هم د ورته بڼې د اضافه کېدو نوښت وکړ.

د اوس لپاره یوازې دوه کسان کولی شي په انسټاګرام کې ژوندۍ خبرې وکړي، خو دغه شمېر به په راتلونکو څو اونیو کې څلورو کسانو ته لوړ شي او د ژوندۍ بڼې په جریان کې له یو بل سره خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...