چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهپه اسراییل کې د کورونا ضد واکسین د پایلو په اړه پراخې...

په اسراییل کې د کورونا ضد واکسین د پایلو په اړه پراخې څېړنې

تاند(سې شنبه، د دلوې ۲۸) اسراییل لومړنی هیواد دی چې ټر ټولو ډېرو وګړو یې د کوروناضد واکسین کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په اسراییل کې د فایزر واکسین نتیجو هیلې غوړولي او ډاډ یې رامنځته کړی دی.

دې خبري اژانس په اسراییل کې د واکسین شویو کسانو په اړه له اسراییلي څېړونکو، نړیوالو څېړونکو، د دغه هیواد د روغتیا وزارت له چارواکو او دغه راز د روغتونونو له ډاکترانو سره مفصلې خبرې کړي دي.

په واشنګټن کې د جان هاپکنیز طبي پوهنتون څېړونکي سټیفن برنل رویټرز ته ویلي چې په اسراییل کې د واکسیناسیون حقیقي نتیجې د دغه پوهنتون د څېړونکو له لوري ارزول شوي دي.

په اسراییل کې د دسمبر له نولسمې نېټې د فایزر واکسین پیل شو. له دې نېټې د فبرورۍ تر لسمې پورې د اسراییل په سلو کې ۴۰ نفوس واکسین شوی دی. دا هیواد ۹ ملیونه او ۳ لکه نفوس لري. اکثره واکسین شوي کسان تر ۱۶ کلونو مشران دي.

نژدې دوه ملیونه او ۴ لکه اسراییلیان تر ۱۶ کلونو کشران دي او د هغو د واکسین کېدو سپارښتنه نه ده شوې.

           (تراوسه په ټوله نړۍ کې کوم واکسین څومره تزریق یا پیچکاري شوی)

د څېړنو له مخې، کومو کسانو چې واکسین یې کړی په تېره بیا هغوی چې دوه ډوزه واکسین یې کړی، د انګلیسي او د جنوبي افریقا د ډولونو په شان د کورونا د ټولو ډولونو په وړاندې معافیت ترلاسه کړی دی.

د اسراییل د روغتیا وزارت یوه چارواکي پروفیسر خزي لوی ویلي، څېړنو ثابته کړې چې واکسین شوي کسان لږترلږه په سلو کې ۹۰ او ډېره تر ډېره په سلو کې ۹۵ د بریتاینايي ډول کورونا په وړاندې خوندي دي.

څېړونکي وايي، په اسراییل کې د دوی څېړنو وښوده چې فایزر واکسین تقریباً هماغسي نتیجه لرله چې د دغه واکسین د کلینیکي ازمېښتونو په پړاوونو کې وړاندې شوې وه.

په اسراییل کې د کورونا وبا له پیله تر اوسه په کووید نولس ۵۲۶۶ تنه مړه شوي چې د هغو په سلو کې ۲۷ یوازې د جنورۍ په ۳۱ ورځو کې مړه شوي چې د واکسین نوبت نه و وررسېدلی.

څېړنه وايي، حتي هغوی چې یو ډوز واکسین یې کړی او په کورونا اخته شوي، د مرګ خطر یې خورا کم شوی او اکثره بېرته جوړ شوي دي.

د دې لپاره چې په ځینو هیوادونو لکه فرانسې او کاناډا کې د کورونا پر ضد د واکسیسناسیون بهیر ورو دی ډېری اسراییلي اتباع د واکسین لپاره خپل هیواد ته تللي دي.

په دغه هیواد کې خلکو ته ویل شوي چې له واکسیسناسیونه وروسته تر یوې میاشتې پورې له ماسک څخه کار واخلي او که څوک سرغړونه وکړي نو سخته جریمه به ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب