شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا ته د طالبانو لیک؛ تاسې ووځئ، مونږ خپلو کې جوړېږو

امریکا ته د طالبانو لیک؛ تاسې ووځئ، مونږ خپلو کې جوړېږو

تاند(سه شنبه، د دلوې ۲۸) طالبانو امریکایي ولس ته د یو پرانیستي لیک په ترڅ کې ویلي، دا د هر ولس هیله ده چې د خپلو اصولو او ارزښتونو له مخې، د هر ډول ګواښ، یرغل او ویرې پرته ژوند وکړي.

په لیک کې وړاندې راغلي، چې تېر نولس کلن جریان ثابته کړه چې د افغانستان موضوع د زور او ځواک د استعمال، او پوځي ستراتيژیو او جنرالانو د بدلون په وسیله نه حل کېږي.

لیک وړاندې کاږي، دې جګړې نه یوازې افغانان له بحران سره مخ کړي بلکې امریکا ته یې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

طالبانو ادعا کړې ده چې دوی مذاکرات د ټولو اصولو مطابق مخته وړي دي او غوښتنه یې دا ده چې امریکایي او ټول بهرني سرتېري باید له افغانستان څخه ووځي.

طالبانو ډاډ څرګند کړی دی چې افغانان په خپل منځ کې دایمي سولې او امنیت ته د بین الافغاني تفاهم له لارې رسېدلی شي.

طالبان داسې مهال امریکا ته لیک لیږي چې نن واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې په افغانستان کې د امریکا ماموریت او د سولې بهیر ته کتنه کړې وه.

سرچینې ویلي، امریکا په افغانستان کې له تېروتنو ډک ماموریت ترسره کړی دی خو تر ټولو ستره تېروتنه به یې له افغانستان د سرتېرو ایستل وي.

ورځپاڼې زیاته کړې تر هغه د سولې خبرې نه بریالۍ کېږي څو چې نظامي فشار موجود نه وي او دواړه خواوې سولې ته نه وي هڅول شوې.

سرچینې همدا راز زیاته کړې، د سولې پر هوکړه د امریکا یو اړخیز عمل هغه څه دي چې افغانستان د جګړو پر ډګر بدلولی شي.

په مقاله کې لیکل شوي، شواهد ښيي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او خپلو جګړو ته یې ادامه ورکړې ده، له القاعده شبکې سره یې اړیکې نه دي پرېکړې نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې په دقیقه توګه د سرتېرو وتل او د سولې هوکړه و ارزوي.

5 COMMENTS

  1. طالب له خپلو افغانانو سره خبرو ته تیار ندی ، هغه هرځل پنجاب ته منډه اخلي او له ش قریشي ، باجوه او تورلېنګیو نه هدایت اخلي . پداسې حال کې چې پنجابیان هېڅکله د افغانستان د خلکو سوکالي ، پرمختګ او یوالی نشي زغملی .
    طالب باید په عمل کې په ثبوت ورسوي چې له خپلو افغانانو سره سولې ، خبرو او تفاهم ته حاضر دي. په سوله کې د افغانانو او نړیوالو ګټه ده . په سوله کې طالبان هم تاوان نه کوي . د جنګ دوام د افغانانو په تاوان او د ګاونډیانوپه ګټه ده .

  2. طالبانو چې ریښتیا جوړېدل غوښتل نو د امریکا سره له تړون وروسته به یې ویلي وو، چې نوره جګړه بس ده. افغانان نه وژنو. موږ خبرې کوو. سیاست ته به یې مخه کړې وه. ولس به یې تر شا درولی و. ولس ته به یې ویلي وو، چې موږ اصلاحات غواړو او دا مو پروګرامونه او پلانونه دي…

    دوی خو غواړي چې امریکایان ووځي او دوی حکومت د نجیب په څېر را چپه او کابل داسې لوټه لوټه کړي لکه کندوز، غزنی، دهراوت، هملند او فراه یې چې کړل. کوم ته چې لاړ شي هغو ته اور ورته کوي.

  3. زه خو وایم چی دا د خاین زامن تیار دوحه کی پراته دی. ښځی ورڅخه ايبټ اباد کی پنجابيانو برمته کړی دی. سړی دی ورڅخه امريکايان کښينوی. افغانستان ته د طالب د پديدی نه پرته بله هره پديده غوره او معتبره ده.

  4. دیوه امریکایی تحلیګر له نظره د بایدین د جګړه مارانو د غار خځندی، غنی، او پاکستان د جنګ غزولو ملاتړ کوی. پاکستان تالبان غواړی خو نه د فاتحینو په ډول چه هم افتخار ولری او هم قوت. هغه په غنی ریشخند وهلی چه هغه د روسی استعمار او اشغال اوږدوالی غوښتی دی چه ګواکی د هغوی ناکامی او دافغانستان دیرش کلنی بدبختی د هغوی د نظامی کوتاه نظری له کبله راغلی او په دی توګه غنی دافغان ملت ارمانونه، فداکاری او غیرت هیر کړی او افغانی تاریخ یی مسخ کړی دی.
    مونږ خو دڅه وخت وروسته دی نتیجی ته ورسیدو چه غنی د جنګ طرفدار دی او دهغه کچکولونه او زاری مو وروسته د خپلی بدګمانی دلیل وبلل.
    اوس نو چه د جنګ نغاری له اسلام اباد، کابله، واشنګټنه او دهتلر د لور نه اورو یوازی د خدای فضل او کرم ته به ګورو او د افغانانو د کمی بدبختی دعاوی به کوو.

  5. ملا ثابته،
    لومړۍ دا چې ته او خدای سمه پوښتو زده کړه او بیا تبصرې ولیکه. ستا له یوې جملې پرته ټولې پاتې ټولې برخې معما دي.
    دوهم، ولسمشر غني د پاکستان د رذیلو مزدورانو په خوله یوه کلکه سپېړه ده. ستاسو کړوپه خوله چې سهار خلاصېږي تر ماسختنه د ولسمشر غني په لېرې کېدو نغښتې ده. سخت ځورېږې چې هغه ولسمشر دی. یوه خبره په یاد ولرئ که د ولسمشر غني پر ځای هر بل افغان راشي او که هغه حتی ملا برادر، ملا فضل، او یا هر بل دلال طالب هم وي (ملا عباس هم ورسره) همدومره کرکه به له پاکستاني نظامه ولري چې ولسمشر غني یې لري. افغانان پاکستاني عام وګړي خپل ورونه ګڼل او اوس هم ګڼي. پاتې شو ستاسو خبیث، نامرده، نا انسانه، بې غیرته او تور مخي سیاسی او لامذهبه مشران. ددوی ځای به انشاءالله دوزخ وي. ددوی په مقابل کې د هر افغان کرکه انتها نه لري. فکر مه کوي چې که خدای مکړه غني صاحب لرې شو ستاسو خوبونه به رښتیا شي. په قران که یې وخورئ او په قران که ارام ژوند وکړئ. د علامه اقبال شعر در په یاد کړئ.
    اسیا یک پیکر اب و گل است ملت افغان در ان پیکر دل است
    از فساد او فساد اسیا در گشاد او گشاد آسیا
    که خپل د پلرو او نیکونو په خبره پوهېږئ، سرونه مو سره خلاص کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب