شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د سوشانت سنګ راجپوت ملګري ځان وژنه وکړه

د سوشانت سنګ راجپوت ملګري ځان وژنه وکړه

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۲۸) د هندي سینما یا باليووډ اداکار سوشانت سنګ راچپوت ملګري ځان وژنه کړې.

سندیپ ناهر او سوشانت سنګ دواړه یوځای په (دهونی) فلم کې لوبېدلي دي.

سندیپ ناهر له ځان وژنې وړاندې په یوه خپره کړې وېډيو کې ویلي چې: «د خپلې ښځې او خسرګنۍ له لاسه مې ښاده ورځ ونه لیده، زه پخوا مړ شوی وم خو اوس ځان په ریښتیا وژنم چې حالات سم شي».

هغه په وېډیو کې له خپلې مېرمنې کانچان شارمان څخه ناخوښی دی.

هغه چې له رواني ستونزو ځورېده په وېډیو کې څرګنده کړه چې ولې یې داسې جدي ګام پورته کړی دی.

هغه پر خپله میرمن تور ولګاوه چې “هره ورځ د تېرو مسلو په اړه” ورسره جګړه کوي.

سندیپ په تېر ۲۰۱۶ م کال کې د راجپوت سره په دهوني او  په ۲۰۱۹ کال کې د اکشی کمار سره په کیسری فلم کې کار کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب