شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د زعفرانو حاصلات له ۲۱ ټنو څخه واوښتل

په افغانستان کې د زعفرانو حاصلات له ۲۱ ټنو څخه واوښتل

تاند (سه شنبه د دلوې ۲۸) د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت اعلان وکړ چې سږ کال په افغانستان کې د زعفرانو حاصلات له ۲۱ ټنو څخه زیات شول.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه /د دلوې ۲۸مه/ وویل، د روان ۱۳۹۹ کال په ترڅ کې په افغانستان کې په ۷۹۰۰ هکتاره (۳۹۵۰۰ جریبه) او له دې جملې څخه یوازې په هرات ولایت کې په ۷۳۱۷ هکتاره (۳۶۵۸۵ جریبه) ځمکه باندې زعفران کرل شوي دي.

د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د هرات ولایت هوا او طبیعي حالات د زعفرانو د فصل د کرنې لپاره ښه جوړ دي.

افغانستان ته د ایران له خوا په ناقانونه توګه د زعفرانو د قاچاق او د افغان زعفرانو په نامه د تېرولو له هڅو سره سره، سږ پرله پسې څووم کال دی چې افغان زعفران په نړۍ وال مارکېټ کې لومړی مقام ګټي.

تېره میاشت، د بلجیم په مرکز بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د خوند نړۍ وال انسټیټیوټ د افغانستان زعفرانو ته د درې طلایي ستورو د جایزې په ورکولو سره د ۲۰۲۱ میلادي کال د لومړۍ درجې زعفرانو نوم ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب