شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههند کې ترافیکي پېښې ۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

هند کې ترافیکي پېښې ۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(سه شنبه، د دلوې ۲۸) هند کې د مسافر وړونکي بس چپه کېدو له امله ۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په هند کې دغه مسافر وړونکي بس د ډېرو خلکو ژوند اخیستی دی.

راپورونو کې ویل شوې، چې دا پېښه د هند په مادیا پردېش ایالت کې په داسې حال کې رامنځته شوې چې یو مسافر وړونکی موټر سړک ته څېرمه یوې کندې ته وغورځېد.

د یاد ایالت چارواکو رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې ۳۲ تنه مړه شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

د چارواکو په خبره، مرستندویه ډله یې د پېښې ځای ته لېږلې او د پېښې د څرنګوالي په اړه هم څېړنې پیل شوې دي.

د هند سربیره په ډېری هیوادونو کې د ترافیکي پیښو له امله هر کال ګڼ خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب