جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپه روان کال کې به په جلال اباد ښار کې تر ځمکې...

په روان کال کې به په جلال اباد ښار کې تر ځمکې لاندې سرکونه جوړ شي

تاند (سه شنبه د دلوې ۲۸) د ختیځ ولایت ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایي، د جلال اباد ښاروالي پلان لري چې په روان مالي کال کې په دغه ښار کې تر ځمکې لاندې یو شمېر سرکونه جوړ کړي.

هغه له دې راز څخه نن په خپله فیسبوک پاڼه په یوه تازه او کوچني پوسټ کې پرده پورته کړې او یوازې دومره یې لیکلي دي، «جلال اباد ښاروالي په روان مالي کال کې جلال اباد ښار کې د ځمکې لاندې د یو شمېر سړکونو جوړولو پلان لري.»

خوګياڼي په دې هکله نور تفصیل نه دی ورکړی چې دغه سرکونه به د ښار په کومو مسیرونو جوړېږي او څو کیلومتره اوږدوالی به ولري یا دا چې په څومره وخت کې به بشپړ شي.

د برتانیا د ګارډین ورځپاڼې د ۲۰۱۴ د یوه راپور له مخې، په نړۍ کې لومړنۍ تر ځمکې لاندې لاره چې د اورګاډي لپاره جوړه شوه په ۱۸۶۳ میلادي کال کې په لندن کې پرانستل شوه چې په لومړۍ ورځ ۳۰ زرو کسانو پرې سفر وکړ. د لندن ځمکتلی یا مېټرو اورګاډی دا وخت ۴۰۲ کیلومتره لاره طی کوي او په ۲۷۰ سټېشنونو یې مسافر ښکته پورته کېږي.

د نړۍ وال معلوماتي سرچینو د معلوماتو په اساس،‌ د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه پورې، د نړۍ د ۵۶ هېوادونو په ۱۷۸ ښارونو کې نژدې ۱۸۰ مېټرو سیستمونه موجود وو او دغه چاره ورځ تر بلې د پراختیا په لور پرمخ ځي څو د ښارونو اوسېدونکي د ښارونو د ګڼې ګوڼې له زحمت څخه خلاص شي.

د ننګرهار د والي ویاند په جلال اباد کې د ځمکتلې لارې د جوړولو خبر په داسې حال کې ورکوي چې په جلال اباد ښار کې د بل هر وخت په نسبت اوس ناامنۍ زور اخیستی، پټ او ښکاره وسله وال بریدونه کېږي خو دا نه معلومېږي چې عدلي او قضایي ادارې ورسره څه وړ چلند کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب