شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغان دولت، د اسلام کلا اور لګېدنې تر څېړنو وروسته زیانمنو ته...

افغان دولت، د اسلام کلا اور لګېدنې تر څېړنو وروسته زیانمنو ته د مرستې ډاډ ورکړی

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۸)  د هرات ولایت اسلام کلا کې د اور لګېدنې د زیانونو په اړه بېلا بېل راپورونه ورکړل شوي چې تازه افغان حکومت زیانمن شویو سوداګرو ته د مرستې ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان مالیې وزارت وایي، دا پېښه د بیلابیلو ګمارل شویو ډلو له لوري تر نظارت لاندې ده.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې زیانمنو شویو په ځانګړې توګه سوداګرو ته ډاډ ورکړل شوی چې د موضوع تر څېړلو وروسته به د مرستو په ګډون ټول اړین اقدامات تر سره کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې پېښه کې هېوادوالو او سوداګرو ته زیان اوښتی دی، خو ګڼ شمېر نور غلا شوي موټرونه د افغان کومانډو ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې پېښې د څیړنې لپاره د بحران کمیټه چې له مختلط پلاوي څخه جوړه شوې ساحې ته استول شوې څو د یادې پیښې د څرنګوالي، د اوښتي زیان د ارزونې، زیانمنو شویو ته د رسیدنې، د ترسره شویو اجراتو د ارزونې او په راتلونکې کې له ورته پیښو د مخنیوي لپاره مشخصه طرحه جوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام کلا د اورلکېدنې په اړه تازه راپورونه وایي چې دې پېښه کې شاوخوا ۱۰۰۰ موټرونه سوځیدلي او په میلیونونه ډالر زیان یې اړولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب