شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په جګړو کې د ځواکونو پر ځای کارول| جنرال دولت وزیري

په جګړو کې د ځواکونو پر ځای کارول| جنرال دولت وزیري

که ناروغي مو یوه وي او درمل د بلې ناروغۍ د شفا لپاره وخورئ فکر کوم پام وړ نتیجه به ترلاسه نه کړئ. که ټپ مو بر لاس وي او تاسې پر خپله پښه پټۍ لګوئ بیا هم به نتیجه ورنه کړي. د ژوند په هر ډګر کې د هر شي د پرځای کارولو نسخه مهمه ده. په پوځي برخه کې بیا دا خورا اهمیت ځکه لري چې د لسګونو او سلګونو سرتېرو ژوند ورسره تړلی دی.

په جګړو کې بیا د ځواکونو پر ځای کارول د قوماندانانو په مهارت او پوهې پورې اړه لري. هر هغه قوماندان چې په پوځي هنر پوه وي خپله پاملرنه تل دې ته را اړوي چې له کومو ځواکونو چېرې، څه وخت، ښه او په موثره توګه ګټه پورته کړي، ځکه نن ورځ د پخوانيو جګړو خلاف چې یوازې به پليو، عرابه دارو او د اسونو په سپرلۍ ځواکونو ګډون کاوه، ډېر عصري او ډول- ډول ځواکونه لکه ډېر پرمختللي هوايي، راکټي، توپچي، انجنیري، ریاکتیفي او نور په درنو او سپکو وسلو سمبال ځواکونه ګډون کوي.

که چېرې قوماندان په کافي اندازه د جګړې په هنر پوه او د مختلفو ځواکونو تر منځ په همغږۍ او ګډو هڅو بلد نه وي، نه شي کولای چې له مختلفو ځواکونو څخه پر خپل ځاي او پر خپل وخت ګټه پورته کړي.

د ځواکونو ښه کارول د جګړې په شکل پورې هم اړه لري، په کوم شکل چې ځواکونه په بريد کې کارول کېږي، له مدافعې سره تفاوت لري. د برید پر وخت ډېر باید کوښښ وشي چې تر برید مخکې او د برید پر مهال په دوامداره توګه البته د یوه منظم پلان له مخې د دښمن په عمق کې ریزرف ځواکونه، د وسلو او د لوژستیکي موادو ډیپوګان، درنې وسلې، د توپچي، راکټي او ریاکتیفي ځواکونو موضعګانې، نږدې هوايي ډګرونه، د چورلکو لپاره نږدې موقتي ډګرونه، د سونګ موادو او د اوبو ذخیرې او د نورو ډېرو مهمو مرکزونو لکه د سوق او ادارې مرکز له منځه وړل او تر فشار لاندې نیول ډیر اړین دي.

پر دې سربېره د برید په جریان کې لازمه ده چې په ډېر قوت خپل ځواکونه د مرستندويو ځواکونو له خوا ملاتړ شي او کله چې ځواکونه د دښمن لیکو ته نږدې کېږي، کوښښ دې وشي چې د دښمن پر ځای خپل ځواکونه په نښه نه شي. په اوسني عصر کې زیات وسلوال ځواکونه له پرمختللې ټکنالوژۍ ګټه اخلي، چې کله- کله په کې وړه سهوه هم د ګڼو سرتېرو ژوند له خطر سره مخامخوي.

که چېرې قوماندان د ځواکونو تر منځ د همغږۍ تجربه ونه لري، نه شي کولای چې ځواکونه پر خپل وخت استعمال کړي، ځکه که چېرې ځواکونه د یوه منظم پلان له مخې ونه کارول شي، د ګټې پر ځای به يې زيان ډېر وي، که هوايي، راکټي او توپچي ځواکونه د پلان له مخې ونه کارول شي ډېر امکان لري چې د توپچي ځواکونو له خوا خپل هوايي ځواکونه تهديد او د فعالیت مخه يې ونیول شي.

تسائو تسائو به ويل:

«د دې له پاره چې هوايي، راکټي او توپچي ځواکونه مو پر ځای استعمال او ډېر موثر تمام شي، د هدفونو د دقیق ځای په هکله له هغو خاینانو ګټه پورته کړئ چې د دښمن په ليکو کې د پيسو لپاره ستاسو په ګټه کار کوي.»

شانګ یو، به ټينګار کاوه او ويل به يې:

«که چېرې نه شئ بریالي کيدای او په کوم عمل چې لاس پورې کوئ، که په سمه توګه يې نه شئ اداره او عملي کولای مه يې کوئ.»

د بېلګې په توګه د دښمن په شا کې هغه وخت د ځواکونو دیسانت کولو ته زړه ښه کړئ چې ډېر ژر ورته مرسته او ځان رسولای شئ، که نه هغوی به د دښمن له پاره ډېره غوړه مړۍ وي.

په ټوله کې د روښانه ليد خاوند او د جګړې په هنر پوه قوماندان تل محتاط وي، ډېر ځيرک وي، تل ګټه او زيان سره پرتله کوي، بې ګټې کار ته زړه نه ښه کوي، تل د ځواکونو د همغږۍ په فکر کې وي، ټول ځواکونه د موثریت له مخې پر خپل ځای او پر خپل وخت کاروي. تل هېواد ته د ښه نوم له ګټلو پرته، په بېځایه حرکاتو لاس نه پورې کوي. له دې سره هم بريا ګټي او هم خپل پوځ له زیان څخه ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب