لیکوال: محمد محق
ژباړونکی: ډاکتر محب زغم
نرم تکفیر، د خپلو مخالفانو سیکولر بلل:
یو تکفیري چل چې په دې وروستیو لسیزو کې زموږ ځینو بنسټپالو رواج کړی دی، په تېره بیا هغو کسانو چې د تکفیر په شرعي ستونزو خبر دي، د خپلو مخالفانو سیکولر بلل دي.
د بنسټپالنې ماهیت د حقیقت انحصارول دي. ګواکې مطلق حقیقت تل او په هر حالت کې ممکن یوه ثابته او ازلي بڼه ولري او دا هماغه بڼه ده چې بنسټپالو پېژندلې ده. کله چې قرآن کریم د خدای په اړه وايي: «کل یوم هو فی شأن» او عارف مسلمانان یې داسې تعبیروي چې د تلپاتې حقیقت تجلي هر وخت نوېدونکی دی او زړښت نه مني، بنسټپالي مو حقیقت جامد او ډبروزمه ګڼي او د تجلیاتو رنګارنګي یې نه مني. پر دې سربېره، دوی هغه پېچلي عاملونه چې د انسان د شناخت پر بهیر اغېزه کوي او د حقیقت تجلي رنګ په رنګ اړوي، نه پېژني. دوی اصلاً د انسان د ادراک له محدودیتونو او د ذهن له فلسفې ناخبره دي او همدا وجه ده چې هر څه ورته یا تور یا سپین ښکاري او پوهېدلی نه شي چې له دې رنګونو پرته، ډېر نور رنګونه هم شته چې هستي او حقیقتونه رنګارنګ وښيي. په همدې حساب، کله چې د دیني متنونو د تفسیر وار رارسېږي، بنسټپالي د متن د یو تعبیروالي نغاره ډنګوي او نور ټول تعبیرونه یې باطل او حرام ګڼي.
جالبه دا ده چې ځینې دین دښمنه کسان هم همدا لاره خوښوي او دا چې دومره زړور نه دي چې په ښکاره دین بې اساسه او پوچ وګڼي، نو ټینګار کوي چې دین یوازې یو تعبیر لرلی شي او دا هماغه تعبیر دی چې بنسټپالي یې وړاندې کوي، په تېره بیا هماغه تر ټولو ریشخنده نسخه چې داعش او طالب یې راښيي. دلته د دوی او داعش تر منځ پوښتنپاروونکې همغږي رامنځته کېږي او دواړه په یوه سنګر کې کېني او یوه موخه په نښه کوي او دا نښه د دین پر هر ډول ممکن اخلاقي او انساني تعبیر د لارې بندول دي. د دین دښمنو دا ډله د دې تناقض ځواب نه لري چې دا څنګه کېدای شي چې نه یوازې د مکتوب او مدون متنونو، بلکې د هستۍ د هرې بلې پدیدې مختلف تعبیرونه کولی شو، خو یوازې یوه پدیده په کې مستثنا ده او هغه دین دی.
بنسټپالي چې د حقیقت انحصاري حق ځان ته منسوبوي، هغه غیر بنسټپالي کسان چې هڅه کوي نوي پرمختللي ژبني، فلسفي، او ټولنیز علمونه د پخوانیو علومو په څنګ کې وکاروي چې د متن د پوهېدو لپاره لا پراخ ډګرونه پیدا کړي، له دین څخه منحرف او احیاناً د دین دښمنان بولي. څوک چې د دین دښمن وي، هغه د هر دین له موازینو سره سم، د هماغه دین کافر انګېرل کېږي.
زموږ د بنسټپالو ډېره برخه، له داعش او څو نورو جماعتونو پرته، په ښکاره ډول د تکفیر د حکم له صادرولو څخه ډارېږي. ځکه خو غوره ګڼي چې سیکولر، لاییک، لیبرال او داسې نور ګڼ اړخیز اصطلاحات وکاروي چې هم خپل مخالفان د دیندارۍ له ډګره وشړي او هم تکفیري بهیر ونه ګڼل شي. دا چل یې ورته ډېر اغېزناک تمام شوی دی.
سیکولر کلمه څواړخیزه ده. دا کلمه د غرب په سیاسي او فلسفي ادبیاتو کې د دوو درېو پېړیو مخینه لري، خو زموږ په هېوادونو کې یوازې څو لسیزې کېږي چې خولو ته لوېدلې ده او لا ورته کوم جامع او مانع تعریف نه دی وړاندې شوی. ښايي وجه یې دا وي چې د ځینو ګڼ معناوو کلمو غوندې، دا کلمه هم ایکي یوه معنا ونه لري. د سیکولر د کلمې معنا هم د وخت په تېرېدو سره بدله شوې او هم په مختلفو سیاقونو کې لړزانده پاتې شوې ده. کله کله یې د بیروني مصداقونو تفاوت د تضاد برید ته رسېږي. معنا دا چې سیکولر کله داسې چا ته ویل کېږي چې نړۍ یوازې ماده ګڼي او هر ماورأ الطبیعي اړخ یې نفي کوي. د دې معنا له مخې یې هر څوک چې سیکولر وي، له خدای څخه منکر دی او په وحي، له مرګه وروسته په ژوند، او په هرې غیبې چارې بې باوره دی. خو د کلمې دا معنا په هغو معناګانو کې یې راځي چې کمه باب شوې ده او یوازې په ځینو فلسفي سیاقونو کې کارول شوې ده. په عمل کې، اکثره هغه کسان چې سیکولر بلل شوي دي یا یې ځانونه سیکولر بللي دي، له دې چارو څخه منکر نه دي. کله بیا د دې لومړۍ معنا برخلاف، سیکولر هغه چا ته ویل شوي دي چې د دین اساسي کار د اخروي چارو سپړل ګڼي او د ژوندانه ورځنې چارې تر دې کم اهمیته بولي چې د دین د پیغام په محراق کې دې راشي. له دې معنا سره سم، ټول عارفان او صوفیان او اکثره سنتي دینداران سیکولر دي، ځکه چې دینې چارې د اصیلې دیندارۍ لایقې نه بولي او دنیا دنیاوالو ته پرېږدي.
د دې دوو طیفونو تر منځ داسې کسان دي چې دنیوي چارې د اخروي چارو هومره مهمې ګڼي خو وايي چې هره یوه یې خپل خپل خاص منطق لري او باید چې سره ګډې نه شي، یعنې په دیني چارو کې باید د متعارفو عقلي او تجربي علومو په مرسته عمل وکړو او په اخروي چارو کې د دیني تعلیماتو له مخې.
نو، سیکولر داسې واحده معنا نه لري چې ټول دې پرې سلا وي. سیکولر د دیندارو او غیر دیندارو پراخ طیفونه رانغاړلی شي. خو زموږ بنسټپالي دا څو لسیزې کېږي چې لویه غوغا یې جوړه کړې ده چې ګواکې اسلام دین ته د سیکولرانو له لوري خطر دی او سکولریزم د اسلام او اسلامي ټولنو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی. دوی بې له دې چې د قضیې ریښې او مختلف پټونه راوسپړي او بې له دې چې د سیاسي سیکولریزم او فلسفي سیکولریزم تر منځ توپیر وکړي، په عامه فرهنګ کې یې لویه مغالطه رامنځته کړې ده چې احساساتي دینداره ځوانان په آسانۍ سره خپلو ډلو ته وروکاږي. دوی د دین په مظلوم ښودلو سره د خلکو په ذهن کې دا توهم ایجادوي چې ګواکې د اسلام په ضد لویه توطئه روانه ده او دا توطئه د سیکولرانو کار دی. بیا نو داسې ښيي چې ګوندې بنسټپالي د دین یوازیني خواخوږي مدافعان دي او د سیکولرانو په مقابل کې درېدلي دي. د سیکولر کلمه ورو ورو د بنسټپالو ډلو په منځ کې په داسې وسله بدله شوې ده چې څنګه څوک پرې ووېشتل شي، بیا نو د هغه خبره، پوهه، او اخلاق بې اعتباره کېږي او هغه د خلکو په ذهن کې منافق، د دیندارۍ متظاهر، له دین څخه منحرف، غرب ځپلی، په غربي هېوادونو پورې تړلی، په اخلاقي لحاظ بې بند و بار، او د دین تر ټولو مرموز دښمن ښکاره شي.
بنسټپالي دا ټولې خبرې هر وخت همداسې په ښکاره نه کوي، خو داسې عبارتونه کاروي چې همدا مفاهیم تداعي کوي. کله چې څوک په دې نوم وپېژندل شو، لومړی خو په اخلاقي لحاظ ورباندې شک کېږي، دوهم خبرې یې په علمي او معرفتي لحاظ نه اورېدل کېږي، دريم په حقوقي لحاظ خپل مصؤنیت او خوندیتوب بایلي او د داسې کس په حیث چې د دین او دیني ټولنې په ضد توطئه کوي، د وژلو وي. دا تجربه په کراتو تکرار شوې ده. په پاکستان کې د دې هېواد د جوړېدو په لومړیو کلونو کې، د هاغه زمان وتلی متفکر، ډاکټر فضل الرحمن ملک، چې د نوي دیني کلام په برخه کې یې ډېر ښه آثار کښلي وو او غوښتل یې چې د دې هېواد د نوي فرهنګي هویت او تعلیمي نظام په جوړښت کې مډرن نظرونه ورننه باسي، د بنسټپالو له سختې غوغا، فشار، او ګواښ سره مخ شو او واجب التقل وګڼل شو. هغه د سر له وېرې مجبور شو چې دا هېواد د تل لپاره پرېږدي. تر هغه مخکې لاهوري اقبال هم په کراتو تکفیر شوی و. د اقبال او فضل الرحمن توپیر دا و چې ده خپلې ځینې مفکورې د شعر په ژبه عمومي حوزې ته وړاندې کړای شو او بله دا چې براعظمګي د هاغه زمانې له سیاسي فضا سره په تناسب کې، چې د انګرېز په مقابل کې د آزادۍ غوښتلو څپه تېزه شوې وه، اقبال د دې څپې ژبه شو. نو، د ده مخالفانو په هغو شرایطو کې نه شول کولی چې دی له استعمار سره په تړلتیا تورن کړي.
په وروستیو کلونو کې بل پاکستاني متفکر، جاوید احمد غامدي او څو نورو دیني نوفکرانو خپل لیدلوري مطرح کړل او د بنسټپالو له سختې حملې سره مخ شول، د هغه ملګری او همفکره ډاکټر فاروق شهید شو، پر څو نورو باندې وسلهواله حمله وشوه او د غامدي دفتر وسوځول شو او هغه مجبوره شو چې وطن پرېږدي. همدا رقم کیسې په ایران، مصر او نورو اسلامي ملکونو کې هم پېښې شوې دي. د وتلیو متفکرانو د پانسۍ کولو لپاره یې پوهنتون ته دار راوړی دی، یا یې د خپلو وسلهوالو څانګو په خوله مستقم ورته ویلي دي چې وبه یې وژني او ځینې یې وژلي هم دي، او ځینې نور یې له ټولنې څخه نفي کړي او رټلي دي.
په هره توګه، نن سبا د خپلو مخالفانو سیکولر بلل د بنسټپالو هغه وسله ده چې پورته یاده شوې مغالطه لا زیاتوي او د وګړو حیثیتي وژنې او وروسته د هغوی فیزیکي قتل ته لاره هواروي. دا کار د تکفیر د تورې بل ډول کارول دي چې ظاهراً د کفر کلمه په کې نه یادېږي خو مخاطب ته هماغه مفهوم رسوي. دا ډول کار چې داسې ګڼ معناوې کلمې په کې کارېږي چې د کفر د کلمې ځېږوالی په کې نشته، نرم تکفیر بللی شو. دا کار په حقیقت کې د خپلو مخالفانو د تکفیرولو او حذفولو لا زیاته چلبازه طریقه ده. که وغواړو چې د تکفیر ایستل شوې توره بېرته په تېکي کې واچوو، باید د تکفیر دواړه ډولونه، نرم تکفیر او سخت تکفیر، ختم کړو.