Homeخبرونهافغان ځواکونو د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په مقابل کې په ورته...

افغان ځواکونو د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په مقابل کې په ورته عمل لاس پورې کړ

تاند (یکشنبه د دلوې ۱۹) افغان سرحدي ځواکونو د پاکستان د توپچي حملو په مقابل کې بالمثل عمل کړی او د پاکستاني اړخه ویشتل شویو توپونو مقابل کې یې ځوابیه بریدونه کړي.

د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت وايي، پاکستاني پوځیانو نن له غرمې مخکې د ګوشتې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو راکېټي بریدونه وکړل، خو په وینا یې افغان پوله ساتو ځواکونو یې بېرته پر وخت ځواب ورکړی.

نوموړي د افغان حکومت له رهبرۍ مننه کړې چې سرحدي ځواکونو ته یې د بالمثل عمل کولو امر ورکړ او په خبره یې افغان ځواکونو د ډیورنډ کرښې په هغې غاړې د توپونو ډزې کړې دي.

هغه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «پاکستان د افغان سولې او خاورې دایمي دوښمن دی او هر کله چې افغان ولس د ثبات په لور ګامونه پورته کړي، دوئ بیا له هرې ممکنه لارې کار اخلي چې مخنیوی یې وکړي، کله راکېټي بریدونه وکړي او کله هم نور ترهګریز فعالیتونه.»

د ننګرهار ولایتي چارواکو او سرحدي لوا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر نن په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتي چې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو له لوري د راتوغول کېدونکو توغندیو په هکله د کابل جدي اندیښنه پاکستاني چارواکو ته ورسوي.

حنیف اتمر: د پاکستان له لوري توغندویي بریدونه د منلو نه دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...