تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۰) د ډیورنډ فرضي کرښې څېرمه پراته ولسونه وایي د اغزن سیم غځېدو یې پر ژوند منفي اغېز کړی دی.
ددغه فرضي کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه وایي په ځينو برخو کې د دوی ملکیتونه په دوو برخو وېشل شوي چې ځېنې ځمکې یې یوه لوري ته پاتې دي او کورونه بلې غاړې ته.
د لنډي کوتل سیمې یو تن اوسیدونکی عمر کامل تاند سره خبرو کې وايي، دوی له سختو ستونزو سره مخ دي او د پاکستان حکومت لا هم خپله د اغزن سیم لګولو چاره روانه ساتلې ده.
هغه وايي: « زموږ نیم کورونه یو طرف پاتې شول نیم بل طرف، د تګ راتګ اجازه هم نه راکوي چې لاړ شو په دې سره به مو د ماشومانو د زده کړو بهیر هم خراب شي خو دوی بیا هم زموږ د مشرانو د بار بار جلسو او ناستو سره خپل کار ته دوام ورکړی دی.»
پاکستان له څو کلونو راهیسې پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم تېرول پیل کړي دي چې په دې توګه یې پر دې کرښه د رسمي پولې په څېر اقدامات پيل کړي او ولسونو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.
سره له دې چې په ډيرو برخو کې په سیمه کې مېشتو ولسونو د پاکستاني حکومت د دې غیر قانوني کار پر وړاندې اعتراضونه او ان وسله وال مقاومت وکړ، خو بیا هم پاکستاني پوځیان د اغزن سیم په تېرولو بریالي شوي دي.
ولسونه بیا هم ټینګار کوي چې ددغه فرضي کرښې پر وړاندې درېږي او ارو مرو به یې له خپلو سیمو د پاکستاني پوځ اغزن سیم ټولوي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د اغزن تار لګولو سربېره؛ یو ځل بیا پر افغان خاوره توپچي بریدونه هم پیل کړي او تېره شپه یې افغان پوځیانو هم پر وړاندې په ورته اقدام لاس پورې کړ.