شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېد افغانستان د مطالعې طرحه

د افغانستان د مطالعې طرحه

سیدعبدالله پاچا

د ۲۰۱۹ کال دسمبر کې د دې طرحې د جوړیدو لپاره ډله جوړه شوه چې د امریکا محققین او پخواني چارواکې په کې و.

کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وشوه، دې ډلې خپل کار چټک کړ او له ۶۰ ډلو او هېوادونو سره چې افغانستان کې دخیل وې، خارجي او داخلي  سره خبرې وکړي.

دا طرحه د امریکا په داخل کې جوړه شوې چې ډیر عمیقه ده، پنځه عمده موضوعات لري.

لومړی، امریکا باید سیاسي حل لار ولټوي، خو دا سیاسي حل لار په دې مانا نه ده چې امریکا دې افغانستان ته طالبانو ته وسپاري.

دویم، ارزښتونه او لاس ته راوړنې چې دې، باید افغانستان کې وساتل شي، افغان ځواکونه، رسنۍ، مدنې ټولنې، بنسټونه چې د خلکو استازیتوب کوي،امریکا به یې ملاتړ کوي.

دریم، د افغانستان له لوري د خدماتو وړاندې کول چې نړیوال او امریکا یې ملاتړ کوي، کله چې افغان حکومت د سولې خبرو ته ځي، نباید ټول تمرکز په خبرو وي، باید خدمات هم په ورته وخت کې وړاندې شي.

څلورم، د امریکا مرستې خیریه نه دي، هغوی پلان دادی چې افغانستان نباید بیا د ترهګرو په مرکز بدل شي، امریکا ټینګار لري چې راتلونکی کې د ترهګرۍ مخه ونیسي.

امریکا به ډاډ ترلاسه کوي چې دلته بیا د امریکا لپاره خطر نه پیدا کیږي، امریکا ژمن ده چې د افغانستان دولت یوې سولې ته ورسیږي چې مطلوبه پایله ورکړي.

د سولې پروسې په تړاو دې طرحه کې ویل شوي چې طالبان وایي موږ له القاعده سره اړیکې نه لرو، خو کله چې هوکړه شوې، له هغې ورځې افغان ځواکونو په هلمند او غزني کې د القاعده ډلې درې مشران وژلي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د بهرنیو ځواکونو وتل باید مشروط وي، که طالبان په خپلو ژمنو عمل نه کوي، باید بهرنیو ځواکونو وتل وځنډیږي.

د امریکا هدف له سولې دا نه دی چې افغانستان طالبانو ته تسلیم کړي، بلکې طالبانو ته یوه لار ورکړل شوې چې سیاسي تفاهم وکړي.

افغانستان د مطالعې طرحه کې په دې بحث نه دی چې بهرني ځواکونه ووځي، بحث په دې دی چې پایله څه کیږي،  ځکه د دوحې تړون له نیمګړتیاوو ډک دی، او د امریکا طرحه کې منل شوې چې د دوحې تړون نیمګړتیاوې لري.

د دې تړون چوکاټ به سم وي، خو د تړون محتوا نقصان لري، افغان هیڅکله له امریکا نه دي غوښتي چې یو عسکر پریږدي، یا سل زره، افغان حکومت له نړیوالو وغوښتل چې ګټې مو څه دي؟ ځکه د افغان حکومت زیاتو برخو کې له نړیوالو سره ګټې مشترکې دي.

د افغانستان حکومت ټینګار او غوښتنه دا ده چې د دیپلوماتیکو لارو کار وکړئ، نړیوال او سیمه ییز ضمانتونه رامنځ ته کړئ، کله چې سوله راځي، نباید د سولې تطبیق په یوه او بله پلمه ضایع نه شي.

افغان نه د دوحې تړون منلی او نه به یې ومني، ولو کې د امریکا سره اړیکې هم پرې خرابې شي، امریکا د افغان ستراتيژیک ملګری دی، خو دا ملګرتیا دوه اړخیزه ده، افغانان د خپل وطن مالکان دي او پریکړې يې د خپلو ګټو لپاره دي.،

یو څه چې واضح دي، هغه دا چې که نن وینه توی کیږي او که سبا توی کیږي، د دې ټولو مسوولیت د طالبانو دی، طالبانو په سیاسي ډګر کې ماتې خوړلې، دوی راغلي چې هره ورځ وینې توی کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب