Home+د سرطان د درملنې لپاره له تللې افغان جوړه غلو وشکوله

د سرطان د درملنې لپاره له تللې افغان جوړه غلو وشکوله

تاند(یکشنبه، د دولوې ۱۹) یوه افغان جوړه چې د درملنې لپاره لاهوره تله، ټولې پیسې او ګېڼه ترې غلو ووهل.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، پولیسو نن وویل چې دا جوړه له افغانستانه راغلې وه او غوښتل یې چې په لاهور کې د سرطان درملنه وکړي خو غلو ورڅخه ۹ لکه پاکستاني روپۍ او سره زر ووهل.

دوی وویل، له یوه سړي سره مخامخ شول او هغه وعده ورکړه چې داسې یوه روغتون ته به یې بوځي چې د سرطان وړیا تداوي کوي.

«موږ یې په یوه واګون کې کښېنولو، زموږ څخه یې ۹ لکه روپۍ او زېورات واخیستل، په خپله وتښتېد.»

د پولیسو په وینا دې جوړې اوس د پېښور ښار په یوه مدرسه کې اړولي او هیڅ ځای نه لري چې هلته لاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...