شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار په ښوونځیو کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو

د ننګرهار په ښوونځیو کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو

تاند (یکشنبه د دلوې ۱۹) په ننګرهار کې زما ښوونځی او زما نیالګی تر عنوان لاندې په ښوونځیو کې د ۵۰ زرو نیالګیو د کینولو کمپاین پیل شو.

د مسؤلانو په خبره، د ننګرهار کرنې ادارې د پوهنې ریاست سره د ۵ زره نیالګیو مرسته کوي چې د ښوونځیو زده کوونکي به یې په خپل نوم تر کینولو وروسته پالنه او ساتنه کوي.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وايي، سږ کال په دې ولایت کې ۲.۳ میلیون میوه لرونکي، بې مېوې او زینتي بوټي د خصوصي سکتور او کرنې ادارې له لورې روزل شوي دي او تر کرلو وروسته به یې سمه روزنه او پالنه شي.

والي ضیاءالحق په خلکو غږ کوي چې د کرل شویو نیالګیو ساتنه وکړي.

نوموړی وايي: «هیله لرم چې موږ او تاسې پخپلو سیمو کې د یو یو نیالګي په کینولو او پالنې سره د ککړ چاپیریال په تغیر کې ونډه واخلو او له دې لارې د روغ صحت لپاره کار وکړو.»

که څه هم خلک د نیالګیو کېنولو دې کمپاین ته خوښ دي، خو اندېښنه ښيي چې یو ځل بیا د تېرو کلونو په شان بې روزنې پاتې او له منځه لاړ نه شي.

دوی وایي، هرکال په میلیونو نیالګي کېنول کېږي، خو ساتنه یې سمه نه کېږي او له همدې امله له منځه ځي.

1 COMMENT

  1. ښه خبر دی.
    بوټي او نیالګي دوه مختلف شیان دي . بوټي معمولا خودرویه او په غرونو کې واړه نباتات دي چې د سوځولو او د حیواناتو د خوراکې لپاره ګټه ترې اخیستل کیږي .
    اما نیالګی د ونو واړه او تازه روزل شوی جنس دی چې که سمه پالنه یې وشي ، په راتلوکي کې ترې ګټه اخیستل کیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب