Homeخبرونهتیرو دوه میاشتو کې نږدې ۲.۵۴۸ میلیونه کسانو ته مرستې رسیدلي

تیرو دوه میاشتو کې نږدې ۲.۵۴۸ میلیونه کسانو ته مرستې رسیدلي

تاند(یکشنبه، د دلوې ۱۹) په تیرو دوه میاشتو کې د ملي دسترخوان د پروګرام له لارې شاوخوا ۲.۵۴۸میلیونه کسانو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکي مرستې رسیدلي دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تر اوسه ۳۶۴ زره او ۱۳ کورنۍ د ملي دسترخوان له مرستو برخمنې شوي دي.

د ملي دسترخوان پروګرام له پیل راهیسې چې دوه میاشتې یې کیږي د ۱ میلیارد او ۴۵۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۶۴ زره او ۱۳ کورنیو ته چې نږدې ۲.۵۴۸ میلیونه کسان کیږي، د هیواد د ټولو ۳۴ ولایتونو د ۱۱۵ ولسوالیو په ۲۷۲۵ کلیو کې له مرستندویه توکیو برخمن شوي دي.

د ملي دسترخوان پروګرام مرستې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د بې وزلیو او کورونا ناروغۍ ځپلو کورنیو سره په دوو پړاوونو کې ترسره کیږي او نږدې ۹۰ سلنه افغانان به ورڅخه برخمن شي.

د ملي دسترخوان په نوم، د مرستو ویشلو پروګرام طرحه که هم څه د ولسي جرګې لخوا رد شوه، خو د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې یې مرستې ویشل په ټول هېواد کې جریان لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...