پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمحب: طالبان د نظام د رانسکورولو او قدرت ته د رسېدو هڅې...

محب: طالبان د نظام د رانسکورولو او قدرت ته د رسېدو هڅې کوي

تاند (شنبه د دلوې ۱۸) د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، طالبان د قدرت د ترلاسه کولو په لټه کې دي او کوښښ کوي چې نظام را نسکور کړي. دده په وینا طالب ته له ځانه بغیر بل څوک نه مسلمان معلومېږي او نه هم افغان.

حمدالله محب چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وینا کوله وویل، طالبانو د سولې مذاکرات پریښي او نه غواړي چې د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره خبرې وکړي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، طالبانو اوس هم د جګړې ډګر تود ساتلی چې سږ کال ژمی ددغو جګړو له امله ګڼ شمېر ملکیانو او نظامیانو ته تلفات اوښتي دي.

طالبانو تر دې مخکې ویلي و چې که چېرته بهرني ځواکونو په خپل ټاکلي وخت له افغانستانه ونه ووځي دوی به بېرته جګړې پیل کړي.

محب وايي، طالبان اوس هم په جګړه بوخت دي او د سولې د خبرو پر مهال یې جګړه نه ده درولې او تل یې هڅه کړې چې د افغانستان خلک وځوروي او مرګ ‌ژوبله ورته واړوي.

حمدالله محب طالبان د وروستیو هدفي وژنو مسؤل وبلل او زیاته یې کړه چې په چا یې زور رسېدلی هغه یې وژلی دی.

هغه زیاته کړه: «د ژورنالېستانو، د قاضیانو، هر څوک یې چې په مخه ورته راغلی او زور یې پرې رسېدلی، وژلي یې دي. طالب د افغان وژنې نه لاس نه اخلي، هېڅ وخت لاس نه اخلي، کنه په دې څو میاشتو کې به یې ثابت کړی وی. یواځینی کار یې چې کړی هغه دا چې خپل ځان ته یې یو روایت جوړ کړی بل هېڅ یې نه دي کړي. د افغان وژنې، مسلمان وژنې نه یې لاس نه دی اخیستی او د افغانستان د تاسیساتو په کې یې هم هماغه بشپړ رول لري لکه پخوا یې چې درلودلو.»

د ملي امنیت سلاکار وویل، طالبان سوله نه غواړي او موخه یې د اوسني نظام ړنګول او واک ته رسېدل دي خو نوموړي ټینګار وکړ چې که چېرته طالبان جګړې ته دوام ورکړي نو امنیتي ځواکونه هم له دغې ډلې سره جګړې او د خپلې خاورې مقدسې دفاع ته تیار دي.

د نوموړي په وینا، د سولې په تړاو د طالبانو نیت ښکاره دی چې سولې ته تیار نه دي او په خبره یې ددې ډلې باداران هم طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې سوله وشي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړو زور اخیستی او په قطر کې د سولې مذاکرات هم په ټپه ولاړ دي چې هممهال ورسره د موقت حکومت اوازې زیاتې شوي دي.

خو طالبان بیا د سولې په خبرو کې د ځنډ راپورونه ردوي او وايي چې مذاکرات ولاړ نه بلکې د دوی مشران د ځینو اړینو کارونو لپاره په سفرونو بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب