جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+زرین خان: د کترېنه کېف په شان څهره کې مې تاوان کړی

زرین خان: د کترېنه کېف په شان څهره کې مې تاوان کړی

تاند (شنبه، د لوې ۱۸) د باليووډ سینما د مشهور فلم (ویر) هېروینه زرین خان، اوس مهال د باليووډ له نوموتو لوبغاړو څخه ده، خو نوموړې وايي، لا یې هم هغسې پرمختګ او نوم نه دی خپل کړی، لکه څومره چې پکار و.

زرین خان چې په لومړي ځل له سلمان خان سره په ویر فلم کې په ۲۰۱۰ کال راښکاره شوه، په لومړي ځل اداکارۍ سره یې د سینما د مینوالو په زړونو کې ځان ته ځای جوړ کړ او له یاد فلم وروسته یې په ګڼو نورو کامیابو فلمونو کې هم کار وکړ، چې هغې ته یې یو ځانګړی مقام او نوم ورکړ.

خو زرین خان لا هم وايي، په فلمي نړۍ کې یې هغومره پرمختګ نه دی کړی لکه څومره چې دې ورته کار کړی و، نوموړې چې له کترینه کېف سره په څېره کې ډېر ورته والی لري، د خپل نه پرمختګ وجه هم کترینه کېف سره د خپلې څېرې ورته والی ګڼي.

زرین خان په خپلې یوې مرکه کې ویلي دي، هر هغه څوک چې په فلمي نړۍ کې کار کوي، هغوی نه غواړي چې د نورو پېښې وکړي، بلکې په دې هڅه کې وي، چې خپل ځان ته یو نوم پیدا کړي او ځانګړی پاتې شي.

هغه زیاتوي، چې ما یوولس کاله په دې خواري وکړه، چې په فلمي نړۍ کې ځانګړی ځای ولرم، خو له کترینه کېف سره په څېره کې ورته والي مې دې هڅه کې بریالیتوب تر ونه رسولم، ځکه چې خلک اوس هم ګمان کوي چې زه ګنې د کترینې کلکه مینواله یم او د هغې هنر کاپي کوم.

زرین وايي، نه یوازې دا، چې خلک یې له کترینه کېف سره ورته ګڼي، بلکې په ډېرو وختونو کې له پريټي زینټا، پوجا بټ او سني لیون سره هم ورته ګڼل شوې ده او ویل شوي دي، چې زرین د دې اداکارانو لاره تعقیبوي.

زرین ویلي، تر ما مخکې هم ځينې اداکارانې له نورو سره د څېرې د یو شان والي له امله د کریر په جوړولو کې بریالۍ شوې نه وې، لکه سنیها چې له ایشوریه رای سره یې د څېرې ورته والی درلوده او خلکو ګمان کاوه، چې هغه ګنې د ایشوریه پېښې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب