جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د لویو پروژو په عملي کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ

طالبانو د لویو پروژو په عملي کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ

تاند (شنبه د دلوې ۱۸) د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر او ورسره پلاوي د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف او نورو چارواکو سره کتلي دي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک نن شنبه پر خپل ټوېټر لیکلي، په دې لیدنه کې په ځانګړې توګه د ټاپي پایپ لاین، اورګاډي پټلۍ او نورو لویو پروژو په هکله خبرې شوې دي.

د ښاغلي وردک په خبره د طالبانو له لوري د یادو پروژو په ګډون د ټولو سترو پروژو د عملي کېدو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، په دې لیدنه کې د افغان سولې او د افغانستان پر روان وضعیت، په افغانستان کې د ترکمنستان هيواد د پيل کړو پروژو د ملاتړ، د بنديانو د خلاصون او په تعليمي او صحي چارو کې په همکاریو بحث او خبرې اترې هم شوې دي.

باید وویل شي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی ترکمنستان ته تللی دی.

طالبان وايي دغه پلاوي تېر ماښام د ترکمنستان په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر کړی دی.

تر دې وړاندې د طالبانو یو پلاوي مسکو ته او له هغې مخکې ایران ته هم سفرونه کړي چې له هغه ځایه یې د افغانستان حکومت ضد څرګندونو د افغان چارواکو او خلکو غبرګونونه را پارولي دي.

دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي پر طالبانو نیوکه کوي چې د سولې دویم پړاو خبرو رسمي بحث ته نه حاضریږي او په سفرونو یې پیل کړی دی.

په دې وروستیو کې د طالبانو سفرونو او په افغانستان کې د موقتې ادارې بحثونو اندېښنې ډېرې کړي چې هممهال د متحده ایالاتو نوي حکومت د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون د بیا ارزولو خبر ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب