جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: د دوحې په هوکړه کې د طالبانو په شفاهي خبرو...

امرالله صالح: د دوحې په هوکړه کې د طالبانو په شفاهي خبرو باور شوی

تاند (شنبه د دلوې ۱۸) د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د متحده ایالاتو د نوي ولسمشر جوبایډن په راتګ سره د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.

امرالله صالح دغه خبرې نن سهار د شپږ نیمو بجو په امنیتي ناسته کې کړي او ویلي یې دي چې واشنګټن له پخوا څخه اوس زیات د کابل خبرې اوري.

ښاغلي صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې پرون یې د ولسمشر غني او د امریکا د دفاع وزیر له ټلیفوني خبرو وروسته ده هم له اسټین خبرې کړې او د افغانستان د روان وضعیت او ځینو نورو مسایلو په هکله یې معلومات ورکړي دي.

د نوموړي په وینا چې په دغه ټلیفوني مکالمه کې د دوحې تړون کې شته تشو او نیمګړتیاو په اړه لویډ اسټین ته معلومات ورکړل شول.

د امرالله صالح په خبره، که څه هم د دوحې په هوکړه کې نورې نیمګړتیاوې شته خو په وینا یې په دغه تړون کې تر ټولو لویه تشه د یوې سنجول شوې او ریښتیني کړنلارې او مېکانېزم نشتون دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، په دغه تړون کې د طالبانو په شفاهي خبرو باور شوی، په داسې حال کې چې دغې ډلې تر اوسه په یوه ژمنه هم عمل نه دی کړی.

خو په خبره یې د خوښۍ ځای دا دی چې نړیواله ټولنه په دې پوهېږي چې په افغانستان کې هدفي وژنې، په اقتصادي او ټولو پروژو او تاسیساتو بریدونه د طالبانو کار دی.

ښاغلي صالح زیاته کړې، د دوحې په تړون کې یوې بلې مسئلې ته چې پام نه دی شوی هغه د پاکستان له لوري د طالبانو ملاتړ دی.

امرالله صالح وايې، دغو خبرو کې له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په اړه هم وويل شول چې هوکړه کې ورته هېڅ اشاره نه ده شوې او په خبره يې تر کومه چې دا ستونزه هواره نه شي د سولې کلي هم تر لاسه نه شي.

د ولسمشر لوموړي مرستیال د افغانستان او امریکا اړیکو ته په اشارې ویلي، چې د بایډن په راتګ سره دغه اړیکې تر پخوا خورا ښې شوې او واشنګټن اوس تر ډېره د کابل غږ اوري، او په وینا یې په دغه اړیکو کې د افغانستان د څېړنې ډلې راپور هم یو نېک ګام او د ستایلو وړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب