جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل ښار کې پرلپسې چاودنو ۹ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل ښار کې پرلپسې چاودنو ۹ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند(شنبه، د دلوې ۱۸) کابل ښار کې نن ورځ درېیو چاودنو درې کسان ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار کابل ښار کې درې پرلپسې چاودنې وشوې چې له کبله یې دوه ملکیان او یو پولیس ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

لومړۍ چاودنه د کابل ښار لومړۍ حوزې اړوند باغ قاضي سیمه کې د یوې هټۍ مخې ته وشوه چې له کبله یې شپږ کسان ټپیان شول، پولیس وایي، دویمه چاودنه په داسې حال کې رامنځته شوه چې خلک د لومړۍ چاودنې له قربانیانو سره د مرستې په حال کې وه.

پولیس وايي، په دې چاودنه کې د یوه هندي هېوادوال په ګډون دوه کسان ووژل شول.

درېیمه چاودنه د کابل ښار خیرخانې سیمه کې د پولیسو پر یوه رنجر موټر وشوه چې له کبله یې یو پولیس ووژل شو.

دا چاودنې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او ولایتونو کې هدفي وژنې او تاوتریخوالی زیات شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب