جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ په دښتو کې جنتونه"بازار ته راووت"

 په دښتو کې جنتونه”بازار ته راووت”

په (دښتو کې جنتونه) د لیکوال او ژورنالست محمد نعمان دوست تازه اثر دی چې پرون په کابل کې چاپ او بازار ته راووت.

په دغه (۱۶۱) مخه کتاب کې د متحده عرب اماراتو او ایټالیا د سفرونو یادښتونه خوندي شوي دي.  

لومړۍ برخه یې د متحده عرب اماراتو د سفر په اړه ده چې (۲۹) سرلیکونه لري. دغه برخه (په دښتو کې جنتونه) نومیږي چې د کتاب نوم هم، همدا غوره شوی دی . دویمه برخه یې د ایټالیا د سفر یادښتونه دي چې (د فاطمې اوښکې) په نوم ده او (۱۴) یادښتونه لري. 

دغه کتاب ،چې د پښتۍ ډيزاین یې ښاغلي لمرنیازي کړی، د سلواغې په ۱۵مه،  په کابل کې د سروش کتاب پلورنځي لخوا (۱۰۰۰) ټوکه چاپ شوی دی. 

دوست، د ۲۰۱۰ کال په مارچ کې د هغو شاوخوا ۲۰ ژورنالستانو له ډلې څخه و چې کابل کې د ایټالیا سفارت په بلنه یې دغه هیواد ته سفر وکړ. دغه راز نوموړي،  تېر کال د متحده عرب اماراتو لنډه دوره هم وکړه.

لیکوال، د دغو دواړو سفرونو په مهال هرڅه ته په ځير وکتل او بیا یې د خپل هیواد له حالاتو سره پرتله کړل؛ خو دا پرتلنه یې په هنري ژبه وکړه. 

د دې یونلیک، له نورو سره یو توپیر دا دی چې یوازې په مشاهدو نه دی ولاړ؛ بلکې څیړنه هم پکې شوې او د دې څیړنې لپاره له ۱۵ چاپي اثارو او ګڼو انلاین سرچینو استفاده شوې ده. 

 دا د لیکوال درېیم چاپي اثر دی. له دې مخکې یې د (ترهګر) په نوم د لنډو کیسو ټولګه او (په قتل پښېمانه یم) په نوم کتاب چاپ شوی دی.

نعمان دوست، له تاند ویبپاڼې سره هم اوږده قلمي همکاري لري او ګڼې مقالې، شعرونه، کیسې او کالمونه یې  په دې ویبپاڼه کې خپاره شوي دي. 

(په دښتو کې جنتونه) د لومړۍ پاڼې څو کرښې: 

تیاره دښته کې ځای ځای څراغونه پړکیدل. د خپل وطن د غره لمنې یې را یادې کړې چې د ستړو او ستومانه کوچیانو کیږدۍ به پکې لکې وې او ماښام به یې د الیکینونو(لاټین) او د نغریو د اورونو رڼاګانو د تیارو ګریوان څیرې کاوه. خو دلته له مفشن ژونده ستړي عرب راټول وو. دوی ، چې اصلاً په دښتو کې زیږیدلي او لوی شوي، په فطرت کې یې اوس هم همدا مینه شته. د همدې مینې زور یې دښتو ته راولي. خیمې یې درولي وي، تر نیمو شپو همدلته وي، کبابونه پخوي او د وریتو غوښو بویونه لکه د غرڅو بچي اخوا دیخوا ځغلي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب