Homeخبرونهچارواکي: طالبانو په تخار کې یو جهادي قوماندان او د هغه زوی...

چارواکي: طالبانو په تخار کې یو جهادي قوماندان او د هغه زوی وژلي

تاند (پنجشنبه د دلوې ۱۶) د تخار ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو ددغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې یو جهادي قوماندان له خپل زوی سره یو ځای وژلي دي.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي چې دغه پېښه تېره شپه د تالقان ښار اړوند جلنګ ایاق سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، وژل شوی جهادي قوماندان طلو نومېږي چې طالبانو یې په کور حمله کړې ده او له خپل زوی سره یې یو ځای وژلی دی.

د خلیل اسیر په خبره، په دې برید کې ددغه جهادي قوماندان یو ساتونکی ټپي شوی دی.

د تخار د امینه قومندانۍ ویاند زیاته کړه چې وژل شوي کس له امنیتي ځواکونو سره نژدې اړیکې لرلې، خو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

تخار د افغانستان په شمال کې یو له ناامنو ولایتونو څخه دی چې په زیاتو برخو کې یې وسله وال طالبان پراخ حضور او فعالیتونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...