Homeخبرونهد احمد شاه بابا هوايي ډګر په عصري توګه رغول کېږي

د احمد شاه بابا هوايي ډګر په عصري توګه رغول کېږي

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۱۶) د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د لوی احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر به په عصري او معیاري توګه ورغول شي.

دغې ادارې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر د نړیوال ترمینل او د کارګو ترمینل چارې د «USAID» په مالي مرسته او «Tetra Tech» موسسې په تخنیکي همکارۍ یې مطالعات پیل شوي او د اوو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

خبرپاڼه وايي، د دغه بهیر له پوره کېدو سره سم به یې د ډېزاین چارې پیل او ترڅنګ به یې د جوړولو چارې هم پیل شي.

خبرپاڼه کې د ملکي هوايي چلند ادارې د مشر محمد قاسم وفايي زاده له قوله ویل شوي، له کندهار څخه دوبۍ او ډهلي ته د اریانا افغان او نورو هوایي شرکتونو د پروازونو د بیا پیلېدو په اړه هم خبرې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په کندهار کې د احمد شاه بابا د هوايي ډګر د جوړولو چارې روانې دي، خو تراوسه یې چارې بشپړې شوي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...