جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه تیر کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۶...

په تیر کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۶ سلنه زیاته شوې

تاند(پنج شنبه، د دلوې ۱۶) د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تازه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۰ کال کې دغې کمېټې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې چې په کې(ټپي کېدل، وهل ټکول، تښتول، ګواښل، غلا او ناوړه چلند) شامل دي، ثبت کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب له کمېټې زیاته کړې، په دغه پیښو کال کې ۷ تنه خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي چې پنځه یې د هدفي وژنو په پایله کې وو او ۲ د ماین د چاودنې له امله، ۱۸خبریالان او د رسنیو کارکونکي د دندې پرمهال ټپیان شوي دي، ۱۰ تنه خبریالان وهل ټکول شوي او ۴۷ تنه نور ګواښل شوي دي، له ۲۸ خبریالانو سره ناوړه چلند او سپکاوی شوی او ۱۳ تنه خبریالانو او د رسنیو کارکونکو سره د رسنیو د مسوولینو او مالکانو له خوا ناقانونه چلند شوی، ۷ تنه خبریالان تښتول شوي او له ۲ تنه خبریالانو او د رسنیو کارکونکو نه د دندې پر مهال خپل وسایل غلا شوي دي.

راپور زیاتوي، د کمیټې لخوا د را ټولو شویو شمیرو له مخې طالبان او داعش ډلې د خبریالانو پروړاندې د ډیری تاوتریخوالو او ګواښونو مسوولیت پر غاړه اخیستی او حکومتي مسوولین او موظفین بیا په دویمه درجه کې دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رییس نجیب شریفي وایي، «د ۲۰۲۰ کال په پای کې د خبریالانو پروړاندې د مستقیمو او هدفي بریدونو له امله، د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو ترمینځ پراخه ویره او وحشت رامنځته کړی دی.»

د یادې کمېټې په خبره، دغه راز یادو بریدونو د رسنیو د تولید ظرفیت خورا ټیټ کړی دی او ځاني سانسور یې د رسنیو او خبریالانو ترمینځ پراخ کړی دی.

نوموړی زیاتوي “خو سره له دغو ګواښونو هم افغان زړور خبریالان او رسنۍ، د معلوماتو او اطلاعاتو د رسونې کار ترسره کوي او د خبریالۍ سپیڅلي مسلک ته دوام ورکوي.

سربیره پردې د کورونا له امله رامنځته شوې مالي ستونزې ددې لامل شوې دي چې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.

په رپوټ کې همدا راز د شته ننګونو اړوند یو لړ ځانګړي وړاندیزونه خبریالانو، د رسنیو کارکونکو او رسنیو ته شوي او د افغانستان حکومت او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتل شوي چې د یادو مواردو او د افغانستان د رسنیزې ټولنې د وړاندیزونو په اړه جدي پاملرنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب