Homeخبرونهسږ کال په افغانستان کې ۱۶زره کسانو د سرطان ناروغۍ له کبله...

سږ کال په افغانستان کې ۱۶زره کسانو د سرطان ناروغۍ له کبله ژوند بایللی

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۱۶) نن له مرګوني ناروغۍ «سرطان» سره د مبارزې نړیواله ورځ ده، په همدې تړاو د عامې روغتیا وزارت مالومات ښیې، په افغانستان کې د۲۰۲۰کال پرمهال ۲۳زره کسان د سرطان په ناروغۍ اخته شوي، چې له دې څخه ۱۶زره ناروغان مړه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سرطان مرګوني ناروغي د نارينه‌وو په پرتله په ښځو کې زیاته لیدل شوې، چې د ۲۳زره کسانو له ډلې ۱۰زره یې نارینه او پاتې ۱۳زره نور یې ښځینه دي.

 همداراز د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې په نړۍ کې په تي (سينې) سرطان د اخته کسانو شمېر ۲.۳میلیون کسانو ته رسېدلی، چې د مرۍ سرطان په پرتله زیاتوالی ښیي.

د سرچېنې په وینا، د تي سرطان ډېری ناروغان ښځې دي او عمده لامل یې په ښځینه وو کې د زیات وزن درلودل ښودل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند مرستیال میرویس عليیزی د یادو مالوماتو په تایید سره وايي، په افغانستان کې د تي، مرۍ، ځيګر، سږو، معدې، کولمو، خولې، وینې، رحم سرطانونه زیات دي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، افغانستان کې د سرطان د تشخیص درې مرکزونه شته، چې په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې فعالیت کوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په هر یو میلیون وګړو کې ۱۰۰۰کسان په سرطان ناروغۍ اخته کیږي او له ډلې یې کابو ۵۰۰ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دعامې روغتیا وزارت او د سرطان ناروغۍ متخصصین وايي، له دې مرګوني ناروغۍ څخه د ژوغونۍ یوازېنۍ لار عامه پوهاوی دی او د ناروغۍ په لومړی پړاو کې درملنه پیلول دي، خو په افغانستان کې ډېر کم ناروغان د ناروغۍ په لومړي پړاو کې ډاکتر ته مراجعه کوي.

د شته راپورونو له مخې په ۲۰۲۰کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۹.۳ میلیون کسان د سرطان په ناروغۍ اخته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...