جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهلوګر کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د بریښنايي ازموینې مرکز...

لوګر کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د بریښنايي ازموینې مرکز پرانیستل شو

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۱۶) د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  کمیسیون چارواکي، لوګر ولایت کې د برېښنایي ازمویېنې د مرکز د پرانیستو خبر ورکوي.

چارواکي وایي، په لوګر کې د عبدالمالک خان عبدالرحیمزي بریښنايي ازموینې مرکز تر پرانیستې وروسته به د نویو مامورینو په استخدام کې پوره شفافیت رامنځ ته شي.

د دوی په وینا ددې سیستم په فعالیدو سره به نور دولتي بستونو ته امتحان ورکوونکي اړ نه وي، چې یو بل ځای واسطې پسې وګرځي او یا د محرومیت احساس وکړي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون د دارالانشاء رئیس احمدضیاء عبدلرحیمزي د یاد مرکز د پرانیستې پر مهال رسنیو ته ویلي چې دا مرکزونه د روڼتیا په موخه ایجاد شوی او په دې سیستم کې شفافیت ډاډمن دی.

د نوموړي په وینا، پخوا به د ازموینو نتیجو له شپږو میاشتو تر یو کال وخت نیوه، خو پدې سیستم کې دوه ساعته وروسته د کامیابي او پاتې کیدو نتیجه مالومیږي.

عبدالحمید ظهیر د هغو ځوانانو له ډلې دی، چې د برښنايي ازموینې د لارې د ولایت مقام د دفتر رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

هغه وايي، دی له کوچنیوالي یتیم وو او اقتصاد يې کمزوری و، کومه واسطه يې هم نه درلوده، نو د همدې سیستم برکت وو، چې دی، دې دندې را کامیاب شوی دی.

بلخوا د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي هم د برښنايي ازموینې د مرکز فعالیتونه د روڼوالي په تامینولو کې ګټور بولي او وايي، دا به حکومتي ادارو ته د ډېر شمېر ځوانانو د جذب لپاره زمینه برابره کړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو چارواکي وايي، لوګر ۱۱ ولایت دی چې د اته میلیونه افغانیو په لګښت باندې دا سیستم په کې جوړیږي او کرار-کرار به په ټولو ولایتونو کې د برښنايي ازموینې د مرکزونو سیستم پلی شي.

دوی دغه راز زیاتوي، په لومړي ځل پدې کمیسون کې د پوښتنو بانک ایجاد شوی او دا مهال په پښتو او دري ژبو ۲۰ زره تخصصي پوښتنې جوړې شوي او د پوښتنو لپاره د ټکنالوژۍ پر مټ خوندي سیستم جوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب